د افغانستان ملي امنیت شورا 'ایران ته د ډالرو د قاچاق مخنیوي امر' کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان ملي امنیت شورا ویلي، بهر ته د ډالرو د قاچاق د مخنیوي لپاره یې اړوندو بنسټونو ته له ایران سره پر ګډه پوله د ټولو پولو د څارنې او مهارولو ډېرولو لارښوونه کړې ده.
د افغانستان د ملي امنیت شورا سرپرست سلاکار عتیق الله نوشیر د افغانستان بانک له چارواکو سره لیدنه کې د ډالرو د قاچاق د مخنیوي پر لارو چارو خبرې کړې چې په وینا یې د افغانستان پولې باید په ټینګه وڅارلې شي.
ښاغلي نوشیر ویلي، "د افغانستان له سرحدونو په قاچاقي ډول د ډالرو د انتقال اطلاعات تر جدي څېړنې لاندې دی او اړوندو ارګانونو ته به لارښونه وکړي، چې د ډیورنډ د فرضي کرښې په ګډون د افغانستان په ټولو پولو په ځانګړي توګه له ایران سره پر شریکه پوله کنټرول او نظارت ټینګ کړي".
دا ګام وروسته تر هغه اخیستل شوی، چې له لوېدیځ هرات ولایته په تېرو درېیو میاشتو کې د اسلام کلا له لارې ایران ته د ډالرو د قاچاق په تور ۵۰ کسان نیول شوي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ویلي، له ایران سره پر پوله یې د ډالرو یو قاچاق وړونکی نیولی، چې ۳۸ زره ډالر یې په خپل موټر کې ځای پرځای کړي وو او غوښتل یې ایران ته یې ولېږدوي.
د هرات د والي ویاند زیاتوي، وړاندې په ورته قضیه کې ټول نیول شوي کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي.
په وروستیو میاشتو کې د بهرنیو اسعارو پروړاندې د ایراني ریال ارښت ډېر ټیټ شو او له افغانستانه ایران ته هره ورځ شاوخوا درې میلیون ډالر قاچاق کېدل.
د افغانستان بانک مشر خلیل صدیقي ویلي، بانک یې ایران ته د اسعارو د قاچاق د کنټرول مسؤولیت نه لري.
د افغانۍ پروړاندې د ډالرو ارزښت هم په وروستیو کې ډېر لوړ شوی، وړاندې چې یو ډالر ۷۳ افغانۍ کېده، ان ۷۸ افغانیو ته هم ختلی و.

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان بانک مشر له خلکو په افغانیو د راکړې ورکړې غوښتنه کړې ده او ټینګار یې دا دی چې د افغانۍ د ارزښت ټیټېډل موقتي دي.
په ۱۳۸۴ کال د یوه امریکايي ډالر ارزښت ۴۸ افغانۍ ټاکل شوی و، چې د لسو کلونو په تېرېدو په ۱۳۹۴ کال ۵۷ ته ورسېد.
په تېرو دوو کلونو کې د افغانۍ پروړاندې د یوه ډالر بیه څه باندې ۶۷ افغانیو ته ورسېده.
د افغانستان د مالیې وزارت د ۱۳۹۷ کال د بودیجې فرمان کې د یوه ډالر بیه ۶۸٫۳۴ افغانۍ تصویب کړه، خو په تېرو څو ورځو کې د یوه ډالر بیه ان ۷۸ افغانیو ته هم ورسېده.
منځپانګه نه شته
په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي سي د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.د پوسټ Facebook پای










