د ډالر مقابل کې د افغانۍ ارزښت پام وړ لوېدلی

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عصمت بهیر
- دنده, بي بي سي کابل
په افغانستان کې په تېره یوه اونۍ کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر بیه پام وړ لوړه شوې ده، اوس په افغان بازارونو کې یو ډالر په ۷۳،۳۰ افغانیو پلور کېږي، په داسې حال کې چې تېر کال د یوه ډالر قیمت ۷۰ افغانۍ و.
دا لومړی ځل دی چې افغانۍ د ډالر په وړاندې په بې سیاري ډول خپل ارزښت له لاسه ورکوي.
د کابل شهزاده سرای یو صراف حاجي داد ګل حضرت زی یې لاملونه داسې یادوي:
"دوه لوی کورني او بهرني عوامل لري: کورني لاملونه یې وروستۍ سیاسي لانجې دي چې پر خلکو یې ناوړه اغېز کړی او حکومت یې پروړاندې کوم جدي اقدام نه دی کړی."
دی وايي، د افغانستان بانک هم د ډالر د بیې لوړېدو په مخنیوي کې پاموړ ګام نه دی اخیستی او خلک ورو - ورو پر افغانۍ بې باوره کېږي او غواړي افغانۍ پر ډالرو بدلې کړي.
نوموړی وايي، بهرني عوامل یې دا کېدای شي چې د ایران تومن او د پاکستان کلدارې هم د ډالر مقابل کې تر سخت "فشار" لاندې او په تېره اونۍ کې دواړه د ډالر په مقابل کې رالوېدلې دي.
ښاغلی حضرت زوی وايي، کلدارې او تومن ځکه بهرنی لامل ګڼل کېږي چې د افغانستان په ځینو سیمو کې په کلدارو او تومن معاملې کېږي.
هغه وايي، په دې سره بازار کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي، ځکه افغانستان یو مصرفي هېواد دی او ډېره تکیه یې پر وارداتو ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
د روان کال جنورۍ میاشت کې هم د کابل په بازارونو کې د ډالر پر وړاندې د افغانیو بیه شاوخوا اویا افغانۍ وه چې دا د ډالر پر وړاندې د افغانۍ پام وړ ټيټوالی ښودل شوی و.
د افغانستان د کورنیو ستونزو ترڅنګ یو شمېر شنونکي په دې اند دي، چې په نړیوالو بازارونو کې د ډالرو د بیې لوړېدل او د نړیوالې مرستې کمښت هم د دې لامل شوی چې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت کم شي.

د عکس سرچینه، Getty Images









