د پاکستان پوځ د غزني له جګړې د ټپیانو ور وړل رد کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان پوځ د افغان ولسمشر هغه څرګندونې ناسمې وبللې چې په پاکستان کې يې د غزني د جګړې د ټپيانو د درملنې په تړاو کړې وې.
د پاکستان د پوځ اعلاميه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پرون ورځې (د زمري د ۲۶مې) د خبرو غبرګون کې خپره شوې.
په دې وينا کې افغان ولسمشر د پاکستان د پوځ له لوی درستیز غوښتي وو چې د پاکستان په روغتونونو کې د غزني ولایت د جګړې د ټپیانو د درملنې په تړاو ځواب ووايي.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوا په افغانستان کې د تاوتریخوالو په زیاتېدو د اندېښنې ښودلو تر څنګ ټینګار کړی چې پاکستان " په افغانستان کې دننه د ترهګریزو فعالیتونو هېڅ ملاتړ نه کوي".
په تېرو څو ورځو کې ځینې ناتایید شوو راپورونو پاکستان ته د هغو کسانو د مړو د لېږد کيسه کوله چې ګویا په غزني کې د طالبانو په پلوۍ جنګېدلي دي.
ښاغلي باجوه د دغو خبرونو په غبرګون کې ویلي چې د پاکستان یو شمېر اتباع په افغانستان کې په کار بوخت دي چې هغوی هم کله کله د خپلو افغان وروڼو تر څنګ د تاوتريخوالو قرباني کېږي.
د هغه په وینا " د دغو کسانو ترهګر بلل د خواشينۍ خبره ده".

د پاکستان د پوځ درستیز ادعا کړې چې د پاکستان د طالبانو تحریک بېلابېلې ډلې په افغانستان کې پټې دي او د افغانستان د اتباعو په نامه د درملنې په پلمه پاکستان ته لېږدول کېږي.
په هغوی سربېره افغان کډوال او د هغوی خپلوان هم په همدې ډول پاکستان ته وړل کېږي.
هغه زیاته کړې چې پاکستان له افغان ولسمشر سره د سولې راوستلو په هکله په کړو ژمنو ولاړ دی.
په دې سربېره پاکستان د افغانستان له دولت غوښتي چې د دغه هېواد کورنيو ستونزو ته هم پام وکړي.
د ښاغلي باجوه په وينا د دغو ستونزو حل لاره د افغانستان د سولې د بهیر دوامداره پراختيا او " د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان" پلي کېدل دي.
هغه زیاته کړې چې پاکستان د هرې هغې هڅې ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د سولې لامل کېږي.
ځکه د هغه پوینا له سوکال افغانستان پرته په پاکستان او سيمه کې هم دوامدار امنیت او سوله نه راځي.

ښاغلي غني پرون غزني ښار ته سفر وکړ.
دغه ښار کابو یوه اونۍ د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ د خونړیو جګړو شاهد و.
ښاغلي غني د دغه ښار له اوسېدونکو سره په ګډه غونډه کې وویل چې جنرال باجوه باید د دې په اړه چې ولې د غزني په جګړه کې ټپي شوي کسان د پاکستان په روغتونونو کې تداوي کېږي ځواب ووايي.
څو ورځې وړاندې د پاکستان يوه مشهور سياستوال افراسیاب خټک په یوه ټويت کې وليکل چې د پاکستان حکومت باید د هغو راپورونو په اړه توضیح ورکړي چې پاکستان ته له غزني څخه د پاکستاني جنګيالیو د جنازو د لېږد په اړه دي او يا هم په دې جګړه کې د نيول شوو پاکستانيانو په تړاو دي.
طالبانو د جمعې په شپه ( د زمري په ۱۹مه) په غزني ښار له لږ تر لږه دريو خواوو بریدونه وکړل او د دغه ښار يو شمېر برخې يې ونيولې.
د غزني په څو ورځنۍ جګړه کې سلګونه افغان پوځيان او ملکيان ووژل شول او یو شمېر دولتي ادارې هم زيانمنې شوې.








