لغمان کې د مرمۍ چاودنې شپږ ماشومانې وژلې

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ویل کېږي، وژل شوې ماشومانې د سون لرګیو ټولو لپاره وتلې وې او له پخوا پرته مرمۍ یې وراخیستې وه.
    • Author, ذبیح الله رحیمزی
    • دنده, بي بي سي

د لغمان ولایت په الینګارولسوالۍ کې نن سهار يوې ناچاودې مرمۍ چاودېدو ۶ نجونې وژلي دي. د دغو نجونو عمرونه له لسو تر دوولسو کلونو پورې ښودل شوي دي.

د لغمان والي ویاند سرحدي ځواک وایې، په چل ګزي سیمه کې دغو ماشومو نجونو د ار پي جي یا راکټ ویشتونکي ناچاودې مرمۍ د لوبو پر مهال ټکولې، چې پرې چاودېدلې ده.

وژل شوې نجونې د ښوونځي د څلورم او پنځم ټولګي زده کوونکې وې.

ویل کېږي، وژل شوې ماشومانې د سون لرګیو ټولو لپاره وتلې وې او له پخوا پرته مرمۍ یې وراخیستې وه.

په افغانستان کې هر کاله زرګونه کسان د جګړو پاتې شونو ناچاودو مرمیو، توغندیو او ماینونو چاودنو له کبله وژل کېږي او یا یې د بدن غړي غوڅېږي.

څه باندې دوې میاشتې مخکې د ننګرهار سره رود سیمه کې د یوه کور مخې ته پرته مرمۍ وچاودیده، چې د کورنۍ څلور کسان یې ووژل او اووه کسان یې ټپیان کړل.

افغانستان کې له دريو لسیزو راهیسې د ناچاودو مرمیو او ځمکه کې د خښو ماینونو پاکولو کمپاین روان دی، خو لا هم د دغه هېواد شل سلنه خاوره کې دغه توکي شته، چې په اوسط ډول هره ورځ شپږ افغانانو ته مرګژوبله اړوي.

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانستان کې له دريو لسیزو راهیسې د ناچاودو مرمیو او ځمکه کې د خښو ماینونو پاکولو کمپاین روان دی

له یمن وروسته افغانستان دویم هېواد بلل کېږي، چې تر ټولو ډېر ناچاودي توکي یې په خاوره کې پاتې دي.