لغمان کې د مرمۍ چاودنې شپږ ماشومانې وژلې

    • Author, ذبیح الله رحیمزی
    • دنده, بي بي سي

د لغمان ولایت په الینګارولسوالۍ کې نن سهار يوې ناچاودې مرمۍ چاودېدو ۶ نجونې وژلي دي. د دغو نجونو عمرونه له لسو تر دوولسو کلونو پورې ښودل شوي دي.

د لغمان والي ویاند سرحدي ځواک وایې، په چل ګزي سیمه کې دغو ماشومو نجونو د ار پي جي یا راکټ ویشتونکي ناچاودې مرمۍ د لوبو پر مهال ټکولې، چې پرې چاودېدلې ده.

وژل شوې نجونې د ښوونځي د څلورم او پنځم ټولګي زده کوونکې وې.

ویل کېږي، وژل شوې ماشومانې د سون لرګیو ټولو لپاره وتلې وې او له پخوا پرته مرمۍ یې وراخیستې وه.

په افغانستان کې هر کاله زرګونه کسان د جګړو پاتې شونو ناچاودو مرمیو، توغندیو او ماینونو چاودنو له کبله وژل کېږي او یا یې د بدن غړي غوڅېږي.

څه باندې دوې میاشتې مخکې د ننګرهار سره رود سیمه کې د یوه کور مخې ته پرته مرمۍ وچاودیده، چې د کورنۍ څلور کسان یې ووژل او اووه کسان یې ټپیان کړل.

افغانستان کې له دريو لسیزو راهیسې د ناچاودو مرمیو او ځمکه کې د خښو ماینونو پاکولو کمپاین روان دی، خو لا هم د دغه هېواد شل سلنه خاوره کې دغه توکي شته، چې په اوسط ډول هره ورځ شپږ افغانانو ته مرګژوبله اړوي.

له یمن وروسته افغانستان دویم هېواد بلل کېږي، چې تر ټولو ډېر ناچاودي توکي یې په خاوره کې پاتې دي.