بهرنیو ځواکونو ازره کې افغان پولیس وژلي

د لوګر سیمه ییز چارواکي وایي په ازرې ولسوالۍ کې د امریکایي ځواکونو په هوایي برید کې یوشمیر پولیس وژل شوي دي.
د ازرې اوسیدونکي او استازي وایي، تېره شپه پولیس له طالبانو سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې بوخت وو چې جنګي الوتکو په نښه کړل او څه باندې لس پولیس یې ووژل.
د لوګر د ولایتي شورا غړی عبدالولي وکیل چې خپله هم د ازرې اوسیدونکی دی وایي، د تېرې شپې په هوایي عملیاتو کې ۱۲ پولیس وژل شوي او له شلو ډېر ټپيان دي.
افغان حکومت بیا یوازې د درېیو پولیسو وژل مني.
د لوګر د والي ویاند شمشاد لونګ بي بي سي ته وویل چې پر پولیسو شوی دا بمبار تصادفي و.
د ښاغلي لونګ په وینا افغان ځواکونو له تېرو څو ورځو راهیسې په ازره ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر ضد عملیات پيل کړي او په دې ترڅ کې یې دېرش تنه وسله وال مخالفین وژلي دي.

د عکس سرچینه، AFP
افغانستان کې میشتو امریکایي ځواکونو هم منلې چې ازره کې يې تېره شپه ګډ عملیات کړي دي، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي چې محلي پولیس له دوی سره په جګړه کې وو او کله یې چې شاتګ وکړ، الوتکو په دې شک په نښه کړل چې ګواکې طالبان به وي.
ازره د لوګر یوه لېرې پرته ولسوالۍ ده، چې له ننګرهار، او کابل ولایتونوسربیره له ګاوندي هېواد پاکستان سره هم ګډه پوله لري.
د دې سیمې اوسیدونکي او استازي وایي چې په دې وروستیو کې د څو ولایتونو طالبان دغلته ورغلي او دوی او ځایي ادارې یې کلابندې کړي دي.
د ازرې یو قومي مشر حاجي زرغون هم په بمبار کې د ۱۲ پولیسو وژل مني او وایي، که حکومت ولسوالۍ ته تازه دمه سرتېري ونه لېږي، ولسوالۍ به سقوط وکړي او ګواښ به یې کابل کې هم محسوس وي.
افغانستان کې میشتو امریکایي ځواکونو بي بي سي ته ویلي چې په ازره کې د پولیس د مرګ ژوبلې ناتائید شوي راپورونه ور رسیدلي دي.
دوی ویلي چې دغه عملیات یې د افغان ځواکونو د ملاتړ په موخه ترسره کړي دي.
سیمه ییزو سرچینو ویلي چې د ازرې د کنټرول لپاره ځانګړي ځواکونه سیمې ته رسیدلي دي.








