"لوګر کې ۱۱ چیچنیایان نیول شوي"

د عکس سرچینه، .
د افغانستان لوګر ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، ازره ولسوالۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ چیچنیایان تر نښتې وروسته نیول شوي او درې یې په تېښته بریالي شوي دي.
د لوګر د والي ویاند سلیم صالح بي بي سي ته وویل، دغه کسان د چارشنبې په مازدیګر د ننګرهار له خوګیاڼو او حصارک ولسوالۍ نه د لوګر ازرې ولسوالۍ ته په یوه ډاټسن کې روان وو، چې له امنیتي ځواکونو سره مخامخ شول.
که څه هم نوموړی وايي، دغه کسان د طالبانو اړوند دي، خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچینه وايي، په نیول شویو کې څلور ماشومان او درې ښځې هم دي.
ښاغلی صالح زیاتوي، له دغو کسانو سره راکټ هم وو.
سرچینه وايي، څو میاشتې وړاندې هم د افغان ځواکونو لخوا په څرخ ولسوالۍ کې په یولړ عملیاتو کې اته بهرني اتباع (چیچنیان) وژل شوي وو.
د روان کال لومړیو کې د لوګر د ولایتي شورا یو شمېر غړو اندېښنه ښودلې وه، چې په دې ولایت کې د داعش د بهرنیو جنګیالیو فعالیتونه ډېر شوي چې د ولایت امنیت هم ورسره خراب شوی دی.
د ولایتي شورا مشر ناصر غیرت ویلي وو، ازرې ولسوالۍ ته د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې د ازبک او چیچن بهرني جنګیالي ننوتلي او هلته یو شمېر ځوانان خپلو لیکو ته جذبوي.
لوګر کې د دوی د فعالیت په ډېرېدو د کابل- لوګر ترمنځ لاره هم ناامنه شوې ده.
د لوګر سیمه ییزو چارواکو ویلي وو، ددغه ولایت ازرې ولسوالۍ ته په تېره روژه میاشت کې شاوخوا ۱۲ بهرنۍ کورنۍ ورغلې چې د سیمې خلک یې په ژبه نه پوهېږي.








