په لوګر کې د بهرنیو ځواکونو چورلکه لوېدلې

.

د عکس سرچینه، RS

د عکس تشریح، بهرنیو ځواکونو د الوتکې د نوعیت په اړه څه نه دي ویلي

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت منلې چې د کابل په جنوب لوګر ولایت کې یې یوې څرخکې پېښه کړې ده.

په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو پر خپله توېتر پاڼه کښلي، پېښه د اکټوبر په ۲۷ د جمعې په مازیګر ناوخته را منځ ته شوې ده.

ناټو ځواکونو د پېښې د څرنګوالي او همدارنګه د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده د پېښې په تړاو به وروسته معلومات خپاره کړي.

د لوګر والي حلیم فدايي وايي، څرخکې بېړنۍ ناسته کړې ده:

"خروار ولسوالۍ کې له عملیاتو وروسته د ګډو ځواکونو یوه هلیکوپټر بېړنۍ ناسته کړې او د پورته کېدو پر مهال یې له ونې سره ټکر کړی دی. "

نوموړي زیاته کړې، په پېښه کې یو کس ټپي دي او نور چاته زیان نه دی رسېدلی.

وسله والو طالبانو ویلي، په لوګر کې یې د امریکايي ځواکونو یوه څرخکه ويشتلې او پکې یې ډېر شمېر بهرنیو او کورنیو ځواکونو ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.

بهرنیو ځواکونو او د لوګر ځايي چارواکو ویلي هلیکوپټر د جمعې په مازیګر پېښه کړې، خو وسله والو طالبانو بیا ادعا کړې چې څرخکه یې د جمعې په شپه لس بجې په نښه کړې ده.

وسله والو طالبانو ویلي، څرخکه یې د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ په (بېګمه) سیمه کې په نښه کړې ده.