'د حمل ۳۱مه افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو ورځ'

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, اسدالله لودین
- دنده, بي بي سي
د ټاکنو خپلواک کمیسیون یوه سرچينه وایي، دوی به سبا (چهارشنبه) په رسمي ډول د ولسمشریزو ټاکنو مهالوېش اعلان کړي. له دې مخکې څو ځله ولسمشر محمد اشرف غني له دې کمیسیونه غوښتي و چې ژر تر ژره د ټاکنو نېټه اعلان کړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون هوډ کړی چې نهه میاشتې وروسته د ۱۳۹۸ لمریز کال د وري په یودېرشمه چې د ۲۰۱۹ کال د اپرېل شلمه نېټه کېږي، ولسمشریزې او د ولایتي شوراګانو ټاکنې وکړي.
د دغه کمیسیون د ویاند مرستیال عزیز ابراهیمي وایي، دوی د حکومت په غوښتنه د ټاکنو د مهال وېش طرحه بشپړه کړې ده.
نوموړی زیاتوي، له سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او څارونکو بنسټونو سره د دوی په یوه غونډه کې پرېکړه شوې چې ولسمشریزې ټاکنې راتلونکي پسرلي کې وشي.
بل لور ته د کمیسیون یوې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط ویلي، د وري میاشتې ۳۱ مه د ټاکنو ورځ په ګوته شوې ده.
دغه سرچینه زیاتوي دوی به سبا چهارشنبه په یوه غونډه کې د ټاکنو مهال وېش رسماً اعلان کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ولسمشریزو ټاکنو ته تراوسه ولسمشر غني په نامستقیمه توګه د نوماندۍ خبره کړې.
څو ورځې وړاندې د حکومت سیاسي مخالفینو د همدې ټاکنو لپاره یوه ټلواله هم جوړه کړه، چې ډېر غړي یې د یو شمېر سیاسي ګوندونو مشران وو.
د ولسمشریزو ټاکنو د نېټې یادونه په داسې حال کې کېږي چې افغانستان نژدې درې میاشتې وروسته د تلې پر اته ویشتمه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانې ټاکنې په مخ کې لري.
ناامنۍ او د بودیجې کموالی دغو ټاکنو ته د لویو ننګونو په توګه یادېږي.








