تخار: طالبانو "څوارلس" سرحدي پولیس وژلي

.

د افغانستان د شمال ختیځ تخار چارواکي وايي، د دغه ولایت پر یوه سرحدي پوسته وسله والو طالبانو برید کړی چې ۱۴ سرحدي پولیس یې وژلي دي.

د تخار والي ویاند سنت الله تیمور نن پنجشنبه د جون ۲۸مه د بي بي سي خبریال محفوظ زبیدي ته ویلي، د دغه برید له امله شپږ نور سرحدي پولیس نادرکه شوي دي.

د هغه په خبره، برید تېره شپه دوه نیمې بجې د(چاه اب) ولسوالۍ په نو اباد کلي کې امو سیند ته څېرمه، چې افغانستان او تاجکستان سره بېلوي، شوی دی.

ښاغلي تیمور زیاته کړه، د برید سیمه ځنګلي ده او په ورکو شویو سرحدي پولیسو پسې لټه روانه ده.

نوموړي دا هم ویلي، چې د سرحدي پولیسو په پوسته کې موجود تجهیزات طالبانو له ځان سره وړي دي.

ښاغلي تیمور ویلي، په دغه برید کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره یې نه لري.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم منلې چې په چاه اب ولسوالۍ کې یې له امنیتي ځواکونو څلور پوستې نیولې، چې پکې یې د ۸ سرتېرو د وژلو او د یوه ژوندي نیولو خبره کړې ده.

د تخار سرحدي سیمې د دغه ولایت له ناامنو ځایونو ګڼل کېږي چې وسله وال طالبانو پکې فعالیت او نفوذ لري.

دا هم د لوستو دي