د کابل ښار ۱۵۰ کامرې ولې د بمګرو مخه نه شي نیولی؟
- Author, ملائکه احمدزۍ
- دنده, بي بي سي
د کابل ښار امنیتي چارواکي وايي، له امنیتي کامرو او پرمختللو وسایلو پرته د دې ښار امنیت نیول د دوی له توانه پوره نه ده. د دې چارواکو په وینا، اوس شاوخوا ۳۰ سلنه د کابل ښار د امنیتي کامرو تر پوښښ لاندې دی.
د کابل امنیه قومندان داود امین وايي، نړیوال باید د امنیتي کامرو په برخه کې بېړنۍ او ښه مرسته وکړي.
د کابل امنیتي چارواکي وايي، د امنیتي کمرو په ګډون د فني تجهیزاتو کمښت په پلازمېنه کې د لویو بریدونو مخنیوی سخت کړی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت شاوخوا لس کاله مخکې د ناټو په مرسته د کابل ښار په ځینو سیمو کې څه باندې ۱۵۰ امنیتي کمرې نصب کړې چې شاوخوا دېرش سلنه ښار د دې کمرو تر پوښښ لاندې دی.

بي بي سي وکولی شو چې د دې کمرو کنترول مرکز ته ورشي د کابل امنیه قومندان داود امین وايي، د ښار امنیت لپاره لا زیاتو پرمختللو کمرو ته اړتیا لرو:
" موږ سره باید هغه دستګاوې وي چې چاودېدونکي توکي را ته کشف کړي او خبر راکړي او هغه دستګاوې باید وي چې موږ ته د جارحه و ناریه وسلو په اړه خبر را کړي او په دې برخه کې نړیوال موږ سره باید مرسته وکړي."

د کابل ښار شمال سرای شمالي په سیمه کې سرتېري یو شمېر موټر تلاشي کوي او ښار ته د ننه کېدو اجازه ور کوي، خو د ټولو موټرو کنټرولول د سرتېرو له وسه پوره خبره نه ده.
دا سرتېري چې ستړیا یې په مخونو کي له وریا ښکاري د دوبي تېز لمر لاندې شپږ ساعته له ځنډ پرته د سړک په منځ کې ولاړ وي او موټر تلاشي کوي.

دوی وايي، د تورو ښیښو لرونکو او بې نمبر پلیټه لسګونو موټرونو سره مخامخ کېږي چې حتی ځینې تلاشۍ ته نه حاضرېږي.
په دې سیمه کې امنیتي کامرې له دې سرتېرو سره یوڅه مرسته کوي، خو څو ورځې مخکې دوه زغروال موټر چې په وسلو اته سمبال وسله وال بمګر په کې وو د همدې کامرو له مخې تېر شول او په کورنیو چارو وزارت یې برید وکړ.

د کابل ښار چې شاوخوا پنځه میلیونه نفوس لري، څلور اصلي دروازې لري چې پلازمېنه له ولایتونو سره تړي.
سره له دې چې تلاشي په دغو دروازو کې سخته ده خو د امنیتي کنټرول د امکاناتو کمښت دغه تلاشي له خنډونو سره مخامخ کوي.

په پلازمېنه کې ډېری ځانمرګي او ډله ییزو بریدونه له دې ښار بهر پلانېږي.
د کورنیو چارو وزارت په پام کې لري چې تر راتلونکو اتلوسو میاشتو شاوخوا پنځه سوه نورې امنیتي کامرې هم د کابل په ښار کې ولګوي.
د کابل اوسېدونکو لپاره وروستیو دوو لسیزو کې ۲۰۱۷ کال د سختو بریدونو له کبله خونړی کال ګڼل کېږي.









