متحده عربي امارات افغانستان ته "سرتېري لېږي"

د عکس سرچینه، Alex Gardiner
افغان حکومت وايي، افغانستان ته د امنیتي سرتېرو د لېږلو لپاره یې د متحده عربي اماراتو وړاندیز ارځولی او تایید کړی دی.
له ارګ خپره شوې بیانیه کې راغلي، د ملي امنیت شورا د سې شنبې ورځې ناسته کې پر دغه مسله خبرې وشوې:
"د افغانستان او ناټو د امنیتي تړون او د پرېکند ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د روزنې، سلاکارۍ او ملاتړ په موخه افغانستان ته د ځانګړو امنیتي ځواکونو د استولو لپاره د متحده عربي اماراتو وړاندیز وارځول او تایید شو".
په دې خبرپاڼه کې د اماراتي سرتېرو د شمېر او افغانستان ته د لېږلو د مهالوېش په هکله څه نه دي ویل شوي.
د متحده عربي اماراتو دولت هم تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
د نیکولسن خبرې

د عکس سرچینه، Getty Images
خو افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو لوی قومندان جنرال جان نیکولسن اونۍ وړاندې ویلي وو، چې امارات او قطر غواړي افغانستان ته سرتېري ولېږي.
جنرال نیکولسن تېره چهارشنبه له کابل د ټلېفون له لارې په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل:
"متحده عربي اماراتو او قطر وړاندیز کړی او غواړي له پرېکند ملاتړ ماموریت سره یو ځای او افغانستان ته ځواکونه واستوي".
د ناټو پرېکند ماموریت له افغان ځواکونو سره مرسته او همکاري ده چې درې کاله مخکې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د جنګي رول له پای ته رسېدلو سره پیل شوی دی.
په دې ماموریت کې ۳۹ هېوادونه غړیتوب لري او موخه یې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ، سلا مشورې او روزنه ده.
افغانستان کې د اماراتو ښکېلتیا
پر ۲۰۰۱ کال پر افغانستان د امریکا له یرغل وروسته اماراتو یو شمېر سرتېري دغه هېواد ته واستول، چې هلمند کې د بیارغونې او مرستې برخه کې بوخت وو.

د عکس سرچینه، ARG
تېر کال په کندهار کې د والي مېلمستون کې د چاودنې له امله د دغه هېواد پنځه ډيپلوماټان ووژل شول او د افغانستان لپاره سفیر یې څه مهال وروسته د ټپونه له امله مړ شو.
متحده عربي امارات د سعودي عربستان په مشرۍ په یمن کې د عرب ټلوالې په چوکاټ کې هم ځواکونه لري.









