امریکا د افغان هوايي او ځانګړو ځواکونو شمېر ډېروي

د عکس سرچینه، .
د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر جوزف ووټل وايي، په پوځي، ټولنیز او ډیپلوماټیک فشار سره هڅه کوي، وسلوال طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېنوي.
د هغه دا خبرې په داسې مهال دي چې د افغان سولې په تړاو اندونیزیا کې د افغان، پاکستاني او اندونیزیايي دیني عالمانو د اندونیزیا په بوګور ښار کې غونډه درلوده.
جوزف ووټل د جمعې په ورځ په تاجکستان کې د هغه هېواد له ولسمشر سره په لیدنه کې دا خبرې وکړې.
د تاجکستان د ولسمشرۍ وېبپاڼې له مخې، دغه امریکايي چارواکي وویل، پر طالبانو د پوځي فشار زیاتولو لپاره به امریکا د افغان هوايي او ځانګړو ځواکونو شمېر زیاتوي.
"د پوځي فشار د برخې په توګه، موږ د افغان ځانګړو ځواکونو شمېر دوه او د افغان هوايي ځواکونو شمېر درې برابره کوو.
امریکا د افغان هوايي ځواکونو شمېر زیاتولو سربېره د پوځ دغې برخې ته پنځه بلک هاک چورلکې هم ور کړې دي.
جوزف ووټل دا هم وايي، چې روان کال به د دوی عملیات د افغان ولس د خوندیتوب د زیاتولو او په مني کې د پارلماني ټاکنو د امنیت پر برابرولو ټول وي.
د افغان- تاجک پولې څارل

د عکس سرچینه، .
تاجکستان چې له افغانستان سره ګډه پوله لري، له افغان ناامنۍ او د نشه يي توکو له قاچاق اندېښمن دی.
دغه امریکايي چارواکي د تاجکستان له ولسمشر سره د افغان- تاجک پولې پر امنیت او د نشه يي توکو په قاچاق هم خبرې وکړې.
هغه امام علي رحمن ته ویلي، چې امریکا تاجک امنیتي چارواکو ته ۱۸ میلیون ډالر ور کوي.
د هغه په خبره دا پیسې به د افغان- تاجک ګډې پولې د لا خوندیتوب لپاره په ټیکنالوژۍ، وسایلو، ودانیو او نورو برخو ولګېږي.
امریکا تېرو دوو لسیزو کې له تاجکستان سره د ۱،۸ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي او امنیتي مرسته کړې ده.









