له امریکايانو پرته افغان ځواکونه د اورپکو پروړاندې جګړه کولای شي؟

بلخ کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو د طالبانو برید تر سلو ډېر پوځيان ووژل
د عکس تشریح، بلخ کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو د طالبانو برید تر سلو ډېر پوځيان ووژل

واشنګټن پوسټ

امریکایۍ ورځپاڼه واشنګټن پوسټ په یوه مطلب کې وايي په بلخ کې پر افغان ملي پوځ د تیرې جمعې ورځې برید دا اندېښنې نورې هم زیاتې کړې چې د امریکايي ځواکونو له ملاتړه پرته به افغان ځوان څنګه وکولی شي چې د وسله والو په وړاندې جګړه وکړي.

ورځپاڼه زیاتوي په داسې حال کې چې له طالبانو سره د سولې د هڅو د بیا پیل نښې نه ښکاري، دا هم نه ده معلومه چې امریکا به افغانستان ته د نورو ځواکونو د استولو پریکړه وکړي او که نه؟

د ورځپاڼې د روپوټ له مخې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندان د نورو درې زره سرتیرو غوښتنه کړې ده ، چې د اته زره او څلور سوه نورو امریکايي ځواکونو ترمنځ د افغان ځواکونو د ملاتړه او روزنې دندې پرمخ یوسي.

ایکسپرس ټریبیون

راحیل شریف

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، راحیل شریف به د اسلامي هېوادونو ترمنځ د توازن ساتلو په برخه کې له جدي ننګونو سره مخامخ شي

ایکسپرس ټریبیون پاکستانۍ ورځپاڼې په دې اړه یوه مطلب لیکلي چې پاکستان ایران ته بلنه ورکړې چې د سعودي عربستان په مشرۍ د اسلامي هېواد د ترهګرۍ ضد ټلوالي سره یو ځای شي. د پاکستان د پوځ مخکنی مشر راحیل شریف د دغې ټلوالۍ مشري کوي.

په مطلب کې وړاندې ویل شوي چې راحیل شریف به د اسلامي هېوادونو ترمنځ د توازن ساتلو په برخه کې له جدي ننګونو سره مخامخ شي، ځکه چې سعودي چارواکو په دې وروستیو کې امریکایۍ ورځپاڼې وال سټریټ جورنال ته ویلي چې دغه ټلواله به د ځینو ډلو په وړاندې لکه په یمن کې حوثي ډله چې ایران یې ملاتړ کوي هم په نښه کړي.

سعودي عربستان دغه ډله ترهګره خو ایران یې بیا ترهګره نه بولي.

The Hindu

هندۍ ورځپاڼې The Hindu د دغه هېواد د پوځ د پخواني مشر په حواله ویلي چې د کشمیر مسئله سیاسي حل لارې ته اړتیا لري.

ورځپاڼه زیاتوي هغه چې په پونه پوهنتون کې وینا کوله وویل د ۱۹۹۰ لسیزې پر تله اوس په کشمیر کې وضعیت ښه دی، خو دی وايي خلکو ته باید ښه حکومتولي رامنځته شي دی زیاتوي که داسې وشي نو په وضعیت کې به ډیر بدلون راولي او کشمیر به بېرته پخواني آرام حالت ته ور وګرځي.

هندوستان ټایمز

د هند پوځ

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح، هند وايي، پوځ یې په نړۍ کې پنځم ځای لري

هندوستان ټایمز په یوه مطلب کې چې هند د پوځي لګښتونو په برخه کې د ۵۵ اعشاریه نهه ملیارده ډالرو په لګولو کې په نړۍ کې پنځم هېواد دی.

ګارډین

بریتانوۍ ګارډین ورځپاڼه په یوه مطلب کې وايي اروپايي ټولنې د ۲۳ زره ماشومانو کډوالو د وضعیت په اړه خبر داری ورکړی، ورځپاڼه وايي دغه ماشومان په یونان او ایټالیا کې په کمپونو کې میشت دي او دا هغه کډوال ماشومان دي چې د کورنۍ غړي ور سره نه شته او یوازې یې داروپايي هېوادونو پر لور د تګ تکل کړی.

په دې اړه په یوه راپور کې ویل شوي چې دغه ماشومان د څښاک اوبو، سمو خوړو، کمپلو او اړینو روغتیايي خدماتو ته اړتیا لري. په دې ډله کې یو شمیر یې د افغانستان دي.

د اروپايي پارلمان د کورنیو چارو او عدالت کمیسیون مشر کلود مورایس ویلي د ماشومانو کډوالو په اړه دغه رپوټ د اروپايي ټولنې د ناکامۍ په اړه د خطر زنګ دی، دی وايي پر دغو ماشومانو د جنسي تیري په ګډون تیري او قاچاق یې دوام لري او که اروپايي ټولنه لږ څه ارزښت هم ولري نو د دغو ماشومانو وضعیت ته باید پام وکړي.

کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images