ارګ د کندز برید پلټلو ته پلاوی ټاکلی

د عکس سرچینه، MOI
په داسې حال کې چې د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د دوشنبې ورځې د هوایي برید د قربانیانو په اړه بېلابېل رپوټونه را مخې ته شوي، د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د پېښې د پلټلو لپاره یې یو جګپوړی دولتي پلاوی ټاکلی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خپله اعلامیه کې زیاتوي چې دا برید پر کورنیو او بهرنیو طالبانو شوی، خو مني چې په پېښه کې یې د یو شمېر ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه هم رپوټونه ترلاسه کړي.
د ارګ د اعلامیې په پای کې ولسمشر غني په پېښه کې د وژل شویو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې بشپړه روغتیا غوښتې.
بله خوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې پر ورځ بي بي سي ته وویل، په دې برید کې یوازې د مدرسې هغه طالبان او عادي خلک وژل شوي چې د دستار بندۍ غونډه کې راټول شوي وو.
د دو شنبې پر ورځ په سیمه کې طبي کار کوونکو او د سیمې یو شمېر اوسېدونکو بي بي سي ته وویل چې په برید کې ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.
خو افغان امنیتي چارواکي بیا ټینګار کوي چې دوی په دشت ارچي ولسوالۍ کې یې وسله وال طالبان په نښه کړي او د دوی شل تنه یې وژلي او شل نور ټپیان شوي دي.
د پېښې عیني شاهدانو بهرنیو خبري اژانسونو سره په خبرو کې ویلي، کله چې نږدې دوولس بجې الوتکې راغلې ماشومانو چغې کړې چې بمبار کوي.
خو لویانو ویل، غلي شئ، هیڅ خبره نشته. خو وروسته ناڅاپه بمبار وشو.
عیني شاهدان زیاتوي چې په دې غونډه کې وسله وال طالبان او ولسي وګړي دواړه موجود وو.
یو بل شاهد سیف الرحمان- چې کندوز ښار ته د پېښې ټپیان لېږدولي- بي بي سي ته وویل:
"اول برید کې یې دستاربندۍ ته ناست ماشومان وویشتل، دویم برید کې یې پر دريځ برید وکړ. وروسته خلک ښوونځي ته وتښتېدل. پر ښوونځي یې هم برید وکړ. نور خلک باغونو او اوبو ته وتښتېدل".
محلي پولیسو هم رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې په برید کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا ځواکونه وايي برید داسې مهال وشو چې د کوټې شورا یو استازی دغه سیمه کې و.
دوی زیاتوي، په دغه برید کې د وسلوالو طالبانو لس تنه مهم غړي وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل دي.
دا ویډیو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز لخوا خپره شوې، خو خپلواکو سرچینو لا نه ده تایید کړې. د طالبانو لخوا هم ویډیو او تصویرونه خپاره شوي او د حکومت ادعاوې یې رد کړې.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ YouTube پای
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش بي بي سي ته وویل، د برید په سیمه کې یو شمېر طالبانو راټول شوي وو او پر افغان ځواکونو یې د بریدونو لپاره پلان جوړاوه.
نوموړی زیاتوي چې د اسختباراتي ادارو په مرسته یې دا هدف مالوم کړ او وروسته پرې افغان هوایي پوځ برید وکړ، چې په پایله کې یې شل تنه طالبان وژل شوي او شل نور ټپيان دي.
خو د کندز د ۲۰۰ بستریز مرکزي روغتون یوه ډاکټر د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته وویل، دوی ته د پېښې ګڼ شمېر قربانیان ور وړل شوي چې ډېری یې د مدرسې زدکوونکي او عادي ولسي وګړي دي.
نوموړي زیاته کړه چې په دې برید کې لسګونه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د عکس سرچینه، AFP
د کندوز امنیې قومندان عبدالحمید حمیدي دا پېښه تائید کړه، خو ویې نه ویل چې طالبان په کومه موخه سره راټول شوي وو.
خو په کندز کې د افغان پوځ د پامیر د شلمې فرقې ویاند غلام حضرت کریمي بي بي سي ته وویل، طالبانو دغلته پوځي مانورونه کول چې تر برید لاندې راغلل.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وایي، د دوی وسله وال اصلاً اجازه نه لري چې په دا ډول غونډو کې ګډون وکړي، او ځکه یې هلته د غړو د وژل کېدو ادعاوې ناسمې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړه چې برید د دشت ارچې ولسوالۍ د دفتاڼۍ په نامه سیمه کې د هاشمیه په نامه پر یوې مدرسې شوی.
د هغه په خبره، په مدرسو تل داسې بریدونه شوي دي.
نوموړي دا خبره هم وکړه چې په دې برید کې ۱۵۰ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
امریکايي ځواکونه څه وايي

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د امریکايي ځ،اکونو یو ویاند وايي،چې د دوشنبې ورځې په دغه برید کې دوی ښکېل نه دي.
تېر اګسټ د افغانستان او سوېلي اسیا لپاره د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوې ستراتیژۍ له اعلان وروسته د افغان او امریکايي ځواکونو هوايي بریدونه زیات شوي دي.
که له یوې خوا یو شمېر چارواکي ټینګار کوي چې په دشت ارچي کې د طالبانو یو مرکز په نښه شوی، خو له بلې خوا ځینو چارواکو په دې پېښه کې پر ملکي مرګ ژوبلې خواشیني ښودلې او د بې ګناه افغانانو وژنه یې غندلې.
په دې کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی هم راځي، چې داسې یې ویلي:
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
همداراز په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال بیا پر خپل ټویټر لیکلي:
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
خو تر دې وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خواله رسنیو لیکلي وو:
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 3
ملګري ملتونه وايي، د دې بریدونو په زیاتېدلو سره د ولسي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.
دې ادارې د ۲۰۱۷ کال رپوټ کې وویل، چې ۶۳۱ ولسي وګړي د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.
دا مرګ ژوبله د ۲۰۱۶ کال پرتله اوه سلنه ډېره ده.









