افغان کوچیان وايي، غږ یې نه اورېدل کېږي

کوچیان
    • Author, ملایکه احمدزۍ
    • دنده, بي بي سي

کابل کې زرګونه کوچیان نن لومړی ځل د لویې جرګې په کېږدۍ کې یو ځای شوي وو او په یوه غونډه کې یې له چارواکو غوښتنه کوله، چې د زده کړو، پاکو اوبو او څړځایونو نشتوالي په څېر ستونزو اوارولو ته یې پام وکړي.

افغان کوچیانو د غوڼدې په پای کې پینځه سوه کسیزه شورا جوړه کړه چې په مټ یې تر چارواکو خپل غږ ورسوي.

کوچیان وايي، غواړي چې لویو پروژو کې ورته برخه ورکړل شي. د غونډې یوه ګډونوال ملا سید نبي اخوند بي بي سي ته وویل، د ناامنیو له کبله اړ شوي، چې له هلمنده پلازمېنې ته کډوال شي، د عاید لویه سرچینه یانې مالداري ترې پاتې شي او له نویو ستونزو سره مخامخ شوي دي.

د غونډې ګډونوالو له خپلو ستونزو څخه یوه د تذکرو نه درلودل وبلل او ادعا یې وکړه چې کله هم دوی د تذکرو اخیستو لپاره چارواکو ته ورځي، د ګرمسیر ولایتونو چارواکي یې سړو سیمو ته استوي او هغه یې بېرته تودو ولایتونو ته استوي.

د کوچیانو چارو د ریاست مشر دلاور فیضان وايي، ځینو ولایتونو کې له کوچیانو سره دوه ګونی چلند کېږي.

دی وايي، په ځینو ځایو کې یې ماشومانو ته ښوونځیو کې د شاملېدو اجازه نه ورکول کېږي او ورته ویل کېږي چې تاسو د دې ولایت اوسېدونکي نه یاست.

د افغانستان کوچیان چې اوس له بې وسۍ سر ټکوي له کورنیو جګړو مخکې د مالدارۍ له اړخه افغانستان کې شتمن خلک بلل کېدل او د افغانستان ډېره برخه لبنیات همدغو کوچیانو تولیدول.

کوچیان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغانستان کوچیان چې اوس له بې وسۍ سر ټکوي له کورنیو جګړو مخکې دوی د مالدارۍ له اړخه د دې هېواد شتمن وګړي بلل کېدل

کوچیان چې شاوخوا څلور میلیونه نفوس لري اړونده چارواکي یې په اړه وايي، د پخواني ولسمشر محمد داود خان واکمنۍ پر مهال د افغانستان ۲۵ سلنه اقتصاد دوی پورې تړلی و، خو اوس یې خپل اقتصادي وضعیت ښه نه دی.