افغان ملي امنیت: کابل کې مو د داعش ۲ مهم کسان نیولي

کابل

د عکس سرچینه، Reuters

د افغانستان ملي امنیت وايي، په کابل کې یې د داعش نظامي مسوول عمر او د جلب او جذب مسوول احسان الله نیولی دی.

دا اداره وايي، دا دواړه کسان په کابل ښار کې د شیعه وو پر عبادتځیو او مرکزونو په بریدونو کې لاس لري.

"دوی منلې چې د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې یې د داعش خراسان څانګې سره اړیکه درلوده، دوی منلې چې شل زدکوونکي او نور لوستي کسان یې دې ډلې ته جذب کړي دي".

د ملي امنیت چارواکو کابل کې خبر غونډې ته وویل، چې احسان الله او عمر د کابل خیرخانه کې په امام زمان جومات د برید اصلي پلانوونکي دي:

"دوی دوه ځانمرګي چې بدل نومونه یې ابو زبیر خراسانی او ابو جندالله ازبکی دي، له ننګرهار تر دغه جومات رسولي وو".

د ملي امنیت په خبره، بریدونه د لښکر طیبه، داعش او حقاني شبکې په همغږۍ کېږي، خو د غبرګون او عامه ذهنیت لپاره یې مسوولیت داعش مني.

دا اداره د کابل لوېدیځ کې د داعش د ستر پټنځي د موندلو دعوه هم کوي.

دا کسان څوک دي؟

ر

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح، اچین کې د امریکا د نااتومي بم د غورځولو سیمه.

ملي امنیت دا هم وايي، چې دا دوه کسان کابل کې ډېر بلد دي او دغه ښار کې یې داعش ته د بریدونو لپاره ځایونه په نښه کول.

"عمر کمپیوټر ساینس پوهنځی لوستی او سایبري چارو کې یې هم ډېر لاس درلود".

دغه اداره عمر، احسان الله او پر امام زمان جومات دوه ځانمرګي د افغانستان د شمالي ولایتونو بولي.

ملي امنیت په افغانستان کې داعش ډېره پېچلې ښکارنده بولي:

"په کابل کې له حقاني شبکې او لښکر طیبه سره همکاري کوي، د افغانستان په ختیځ کې له طالبانو سره په جنګ ده، خو شمال کې د داعش او طالبانو توپیر نشته، ځکه دواړه په ګډه د یو بل سره اوږه په اوږه (د حکومت ضد) جنګېږي".

بي بي سي د ملي امنیت معلومات نشي تاییدولی او معلومه هم نه ده چې دا اعتراف په څه ډول شرایطو کې ترلاسه شوی دی.

داعش په افغانستان کې

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، عراق څو میاشتې مخکې په خپله خاوره کې د داعش د بشپړې ماتې خبره وکړه.

داعش په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان ختیز ولایت ننګرهار کې سر پورته کړ او ځان ته یې د خراسان داعش نوم ور کړ.

دغې ډلې له اچین تر بټي کوټ، کوټ، غني خیل او څو نورو ولسوالیو خپل لاس وغځاوه.

د تېر کال د اپرېل پر ۱۳ امریکا په اچین کې په دې ډله د بمونو مور په نوم تر ټولو ستر نااتومي بم وغورځاوه.

که څه هم افغان چارواکي دا ډله په ختیځ کې کمزورې شوې بولي، خو د افغانستان شمال کې یې ورځ له بلې فعالیتونه زیاتېږي.

داعش چې په عراق او سوریه کې ماتې وخوړه، ځینې غړي یې شمالي ولایتونو په تېره فاریاب ته ورسېدل.

د تېر سپټمبر پر لسمه نړیوالو او افغان سرچینو هم ومنله، چې سوریه کې د داعش له ماتې وروسته د دې ډلې ځینې فرانسوي او الجزایري وسلوال د افغانستان شمال ته رسېدلي دي، چې داعش پکې نوي مرکزونه جوړ کړي دي.