'اچین کې غورځول شوي زورور بم د 'اسلامي دولت' لږترلږه ۹۰ اورپکي وژلي'

د عکس سرچینه، DVIDSHUB.NET
د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د اچین ولسوال اسماعیل شینواري د شنبې (وری ۲۶مه) په ورځ بي بي سي ته وویل، په دې ولسوالۍ کې د امریکا تر ټولو زورور بم د ''اسلامي دولت'' ډلې لږترلږه ۹۰ غړي وژلي.
وړاندې د افغانستان د دفاع وزارت د وژل شویو کسانو شمېر ۳۶ ښوولی و.
د تېرې پنجشنبې په ورځ (اپریل ۱۳مه) ماښام اووه نیمې بجې امریکا د ننګرهار اچین کې د ''اسلامي دولت'' ډلې پر سمڅو تر ټولو لوی بم ''د ټولو بمونو مور'' غورځولی و.
ښاغلی شینواری وايي، دا تازه معلومات په سیمه کې افغان امنیتي ځواکونو ورکړي دي.
د ننګرهار د ولایتي ادارې مطبوعاتي دفتر هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په برید د ''اسلامي دولت'' نومې ډلې څلور ''جګپوړي قومندانان'' هم وژل شوي.
یادې سرچینې د ''اسلامي دولت'' ډلې د وژل شویو قومندانانو نومونه (حمزه ابو بکر، حمید، محمد ابراني او په افغانستان او پاکستان کې د دغې ډلې د مشر حافظ سعید خان ورو [چې نوم یې نه دی ښوول شوی] ) یاد کړي دي.
حافظ سعید خان د تېرې جون میاشتې پر ۲۶مه، د امریکا بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ووژل شو.

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس سرچینه، EPA
سرچینه وايي، دا د مومندرې په اسد خیلو سیمه کې غورځول شوی.
له ننګرهاره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په برید کې د ''اسلامي دولت'' ډلې یو پټنځی، درې سمڅې او د وسلو امبار له منځه تللي.
د ننګرهار د والي دفتر وايي، په برید کې ولسي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
د تېرې جمعې په ورځ افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو قومندان جنرال جان نیکولسن د دغه زورور بم د کارولو په اړه وویل: ''موږ د مناسب هدف لپاره له مناسبې وسلې کار اخلو''.
نوموړي کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، هغه سیمه چې بم پرې غورځول شوی، د ''اسلامي دولت'' ډلې له خوا بمونه پکې ځای پرځای شوي وو او دوی په اوږدو سمڅو کې پټ وو.

د عکس سرچینه، Reuters
د 'ټولو بمونو مور' بم څه شی دی؟
د امریکا په نااټومي وسلو کې تر ټولو ځواکمن بم (جي بي یو ۴۳) دی چې د بمونو مور هم بلل کېږي.
د جي بي یو ۴۳ د یو بم بیه ۱۶ میلیونه ډالره ده او لومړی ځل پر ۲۰۰۳ دریم کال تجربه شو، خو تراوسه کارول شوی نه و.
د بمونو مور د امریکا تر ټولو درنه نااټومي وسله نه ده، بلکې له دې لا ډېر ځواکمن بم هم لري، چې (اېم او پي) یې بولي او نږدې ۱۵ زره کیلوګرامه وزن لري.
جي بي یو ۴۳ لارښود بم دی، چې ۱۸ زره ۷۰۰ پونډه کوپړۍ لري. جي بي یو ۴۳ د ډیزي کټر بم نوی شکل دی.










