له ولسمشره د عطا د ګوښه کېدو په اړه د جمعیت غوښتنې

د عکس سرچینه، DR. ABDULLAH ABDULLAH/FB
ټاکل شوې وه د ملي یووالي حکومت اجرائیه مشر عبدالله عبدالله نن د عطامحمد نور د ګواښوونکې وینا په اړه غبرګون وښيي، خو د نامعلوم دلیل له مخې دغه خبرې ونه شوې او وویل شول چې سبا ته وځنډیدې.
په لوېدیځ ولایت هرات کې بیا د جمعیت ګوند د رهبري شورا غړي محمد اسماعیل د عطامحمد نور له هغو خبرو ننګه کړې چې ویلي يې دي، ښاغلي عبدالله د دوی د ګوند حق نه دی ترلاسه کړی.
ښاغلي اسماعیل له ولسمشر محمداشرف غني نه وغوښتل چې حالاتو ته په کتو له زغمه کار واخلي او د عطامحمد نور په اړه شوې پرېکړه دې بېرته واخلي:
استاد عطا محمد نور لرې کول بې له دې چې په شمال کې ناامنې زیاته او د طالب او داعش فعالیت ته زمینه برابره کړي، بل کوم پيغام نه لري. د ولسمشر فرمان ډیر مهم دی، ځکه چې ولسمشر دی، خو د قران ټکی نه دی ،ولسمشر چې تراوسه کوم زغم کړی مننه ترې کوو، هیله کوم چې زغم نور هم زیات او د عطامحمد نور له تبدیلۍ لاس واخلي."
ولسمشرۍ ماڼۍ تراوسه په دې اړه ښکاره غبرګون نه دی ښودلی، خو دغلته سرچینې وایي، ولسمشر د بلخ د ولایت په اړه پر شوې پریکړې ولاړ دی. یوه اونۍ وړاندې ارګ اعلان وکړ چې ولسمشر د عطامحمد نور استعفا ومنله، خو ښاغلي نور خپله استعفالیک پخوانی او مشروط بللی او ویلي يې دي چې په هېڅ ډول یې نه مني.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
عطا محمد نور په خپلو نانندریزو څرګندونو کې پر عبدالله عبدالله سختې نیوکې کړي او هغه یې د "لستوڼي مار"، جمعیت ته "خاین" او "عزت پلورونکی" بللی دی.
کړکېچ ډېرول
د جمعیت ګوند یوه پیژندل شوي غړي امرالله صالح ویلي، د اجرائيه مشر کمزوري کول هېواد کې کړکېچ نور هم زیاتوي.
د عطا محمد نور له پرونیو څرګندونو وروسته تیره شپه یوځل بیا په بلخ کې د جمعیت ګوند لوړپوړي غړي جرګه شوي وو. په مزار شریف کې د جمعیت ګوند ویاند ذبیح الله فطرت د تېرې شپې شویو بحثونو ته داسې اشاره وکړه:

د عکس سرچینه، ARG
"بحثونه د جمعیت اسلامي په پروګرامونو او همغږۍ راڅرخېدل، پر دې هم خبرې وشوې چې که حکومت د جمعیت غوښتنې ته منفي ځواب ورکوي، پراخ مدني اعتراضونه باید څنګه پلي شي."
د بلخ ولایت له مقامه د عطا محمد نور لرې کول هغه پرېکړه ده چې په ظاهره یې د حکومت مشران له ستونزو سره مخ کړي. یوه اونۍ وشوه چې د ښاغلي نور اعلان شوی ځای ناستی انجینر داود کابل کی دی، خو ویلي يې دي هر کله چې ولسمشر ورته امر وکړي، خپلې دندې ته به ولاړ شي.









