جمعيت اسلامي: بلخ ولايت لپاره فرهاد عظیمي زموږ کاندید دی

فرهاد عظیمي ولسي جرګه کې د بلخ استازی دی

د عکس سرچینه، FARHAD AZIMI FACEBOOK

د عکس تشریح، فرهاد عظیمي ولسي جرګه کې د بلخ استازی دی

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ سرچینې وایي، اسلامي جمعیت ګوند ورته وړاندیز کړی چې د ولسي جرګې غړی او عطامحمد نور ته نژدې کس فرهاد عظیمي باید د بلخ د والي په توګه وټاکل شي.

خپله فرهاد عظیمي هم له بي بي سي سره خبرو کې ومنله چې دی د بلخ ولایت لپاره د جمعیت ګوند او په ځانګړې توګه د ښاغلي نور نوماند دی.

جمعیت ګوند وایي، ټوله هڅه یې داده چې د دوئ او ارګ ترمنځ راولاړه شوې سیاسي لانجه په سوله ییز ډول هواره شي.

د دغه ګوند ویاند واقف حکیمي بي بي سي ته ویلي د ولسمشرۍ ماڼۍ او دوی تر منځ خبرو کې ښاغلي نور تر ګوښه کېدو وروسته د ښاغلي عظیمي ټاکنه یو شرط و.

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، عطا محمد نور منلې چې دنده پرېږدي، خو په دې شرط چې د ده د خوښې کس فرهاد عظیمي یې ځای ناستی شي.

په دغې ماڼۍ کې باوري سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته وویل، د جمعیت ګوند له خوا یې دغه وړاندیز ترلاسه کړی، خو تراوسه یې د هو یا نه ځواب نه دی ورکړی.

سرچینې زیاته کړې، اوس دوئ په داسې یوه حالت کې نه دي چې په دې اړه ډیر جزیات ورکړي.

خپله د جمعیت ګوند غړی او په ولسي جرګه کې د بلخ استازی فرهاد عظیمي هم مني چې دی د خپل ګوند او په ځانګړې توګه عطا محمد نور له خوا د بلخ ولایت نوماند دی.

ښاغلی عظیمي وایي، که دی د بلخ والي په توګه وټاکل شي د جمعیت ګوند او ارګ ترمنځ راپورته شوې لانجه به هواره شي.

د جمعیت اسلامي ګوند ویاند واقف حکیمي وايي:

''که د استاد عطا محمد نور پر ځای ښاغلی فرهاد عظیمي د بلخ والي په توګه وټاکل شي، له سوله ییزې لارې به د دغې موضوع د حل لپاره یو رغنده ګام اخیستل شوي وي. ''

بل لور ته په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، اوس ښاغلي نور (خپله استعفا منلې) خو غواړي په ولسي جرګه کې د بلخ استازی فرهاد عظیمي د بلخ والي په توګه وټاکل شي.

ارګ درې ورځې مخکې اعلان وکړ، چې ولسمشر محمد اشرف غني 'د بلخ والي عطا محمد نور ' استعفا تایید کړې ده. په هغه خبر پاڼه کې چې رسنیو ته استول شوې وه، ویل شوي وو، چې د ښاغلي استعفا څه موده مخکې سپارلې وه.

ښاغلي نور د ارګ له لوري د خپلې استعفا تایید (ناسم) بللی و او له منلو یې انکار کړی و.

عطا محمد نور ویلي و، څو میاشتې مخکې یې د خپل ګوند په استازیتوب له ارګ سره خبرې پیل کړې ولسمشر ته یې د دې لپاره استعفا وړاندې کړې وه، چې د غوښتنو له منل کېدو وروسته یې تایید کړي.

د ښاغلي نور په وینا یوازې ځینې غوښتنې یې منل شوې دي او له همدې کبله یې استعفا د منلو نه ده او ردوي یې. جمعیت ګوند دغه راز تور پورې کړ، چې د عطا محمد نور په تړاو د ولسمشرۍ پرېکړه (انحصار غوښتونکی عمل) دی. اوس د دغه ګوند ویاند وايي:

''جمعیت اسلامي غواړي موضوع له سوله ییزې لارې حل شي. ښاغلی نور د ولایت مقام کې پر پاتې کېدو ټینګار نه کوي، شرطونه یې درلودل او یو شرط یې د بلخ والي په توګه د ښاغلي عظیمي ټاکنه ده، اوس ارګ اختیار لري چې څنګه پرېکړه کوي. ''

ښاغلي نور نژدې ۱۵ کاله د بلخ والي په توګه دنده لرله

د عکس سرچینه، FB/ATTA MOHAMMAD NOOR

د عکس تشریح، ښاغلي نور نژدې ۱۵ کاله د بلخ والي په توګه دنده لرله

بل لور ته ښاغلي عظیمي ویلي، چې له یوه کال راهیسې د ښاغلي نور له لوري د بلخ ولایت ته کاندید دی.

نوموړي دغه راز ادعا کړې، چې ولسمشر غني ورسره څو ځلې مخکې لیدلي او د هغه له ټاکل کېدو سره موافق دی. فرهاد عظیمي له دې مخکې د بلخ ولایتي شورا مشر و او د ولسي جرګې شپاړلسمه دوره کې د بلخ استازی دی.