"له افغانستان او هند سره ښه اړیکي غواړو"

ر

د عکس سرچینه، ISPR

د عکس تشریح، د پاکستان د پوځ لوی درستیز

د پاکستان د پوځ لوی درستیز د دغه هېواد مشرانو جرګې ته وینا کې وویل، چې د افغانستان او هند په ګډون له ټولو هېواونو سره ښه اړیکي غواړي.

جنرال قمر باجوه د سې شنبې په ورځ له مشرانو جرګې سره د پټو دروازو تر شا وینا درلوده.

د نوموړي دا وینا په داسې مهال وه چې د دوشنبې د امریکا ولسمشر د ملي امنیت ستراتیژۍ په روښانولو کې یو ځل بیا پر پاکستان غږ وکړ چې خپله خاوره کې "ترهګرو" له منځه یوسي.

خو ویل کېږي چې د ښاغلي باجوه وینا د ډونلډ ټرمپ له ستراتیژۍ روښانېدلو یوه ورځ مخکې اعلان شوې وه.

بي بي سي په مشرانو جرګه کې د مختلفو ګوندونو له غړو سره خبرې کړې او د دې ناستې معلومات یې ترلاسه کړي دي.

د مسلېم لیګ نواز ډلې یو غړی عبدالقیوم وايي، نوموړي په دې خبرو کې نږدې یوه ګړۍ یواځې په ختیځو او لوېدیځو پولو خبرې وکړې.

"د نقشو له لارې یې په اړوند سیمو کې پر وژنو، پاکو شویو سیمو او د ترهګرۍ اړوند وضاحت ور کړ".

عبدالقیوم وايي، پاتې درې ګړۍ هم جنرال باجوه د سناتورانو پوښتنې ځوابولې.

نوموړي په دې خبرو کې پر هند تور ولګاوه چې پر ۲۰۱۷ کال یې په کنټرول کرښه ډېره خلاف ورزي کړې.

هغه دا هم وویل چې اوس هند د خلکو هدفي وژنې کوي.

خو د نوي ډېلي چارواکي تل دا ډول تورونه ردوي او پر پاکستان تور لګوي چې په خپله خاوره کې د دوی پرضد وسلوال روزي.

ر

د عکس سرچینه، PID

د عکس تشریح، جنرال باجوه په پارلمان کې.

د سناتورانو په خبره، جنرال باجوه له دغه هېواد سره د ستونزو اوارولو لپاره خبرې غوره وبللې:

"موږ پوهېږ چې له هند سره زموږ ستونزې د جګړې په ځای د خبرو له لارې حل کېږي او که حکومت دا پرېکړه کوي، نو پوځ یې ملاتړ کوي".

نوموړي دا هم وویل چې د افغانستان او هند په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښه اړیکي غواړي.

جنرال قیوم وايي، د پوځ لوی درستیز له افغان مشرانو سره د پاکستان د مشرانو جرګې د غړو د لیدنې او د پوځي معلوماتو د شریکولو طرحه هم ولیده.

تېره اونۍ د پاکستان د پارلمان یو پلاوي کابل کې د ملي شورا له غړو او اجراییه رییس سره لیدنه درلود.

په ورته مهال په کابل کې د افغانستان، پاکستان او امریکا د پوځي چارواکو درې اړخیزه ناسته هم وه.