پاکستان: د اورپکو پټنځي نه شته، پاتې شوني يې شته

بریکس غونډه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، برېکس د برازیل، روسیې، هند، چین او سوېلي افريقا د نومونو له لومړیو تورو جوړه کلیمه ده او دغه هېوادونه یې غړي دي.
    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

د پاکستان د دفاع وزیر خرم دستګیر وايي، پر خاوره يې د اورپکو پټنځي نه، بلکې د هغوی پاتې شوني دي، چې د هغوی د له منځه وړلو لپاره يې هم مټې رانغښتې. ښاغلی دستګیر پر افغانستان تور پورې کړی، چې اورپکي د دغه هېواد پر ۴۰ سلنه برخه پټنځي لري.

د پاکستان د دفاع وزیر دا څرګندونې تر برېکس غونډې یوه ورځ وروسته راځي. په دې غونډه کې په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو، 'اسلامي دولت ' ډلې او نورو سخت دریځو وسله والو ډلو تاوتریخوالی غندل شوی و او لومړی ځل يې د لښکر طیبه او جیش محمد اورپکو ډلو نومونه هم اخیستی و، چې تر ډېره يې پاکستان پر ملاتړ تورنېږي.

تر دې مخکې باور نه کېده، چې په برېکس غونډه کې به د چین د شتون له امله پاکستان مېشتي وسلوال په تېره هغه ډلې چې هند یې په خپله خاوره کې په تاوتریخوالي تورنوي، وغندل شي.

د پاکستان د دفاع وزیر خرم دستګیر په اسلام اباد کې د دغه هېواد د بهرنۍ تګلارې په تړاو سفیرانو غونډې په ترڅ کې یوځل بیا دغه تورونه رد کړي او د دې برعکس يې د افغانستان پر خاوره د اورپکو ډلو د پټنځایونو د شتون تور پورې کړی دی.

د پاکستان د دفاع وزیر د افغانستان د بیارغاوونې په برخه کې د امریکايي استازي له خولې ویلي، چې د افغانستان پر ۴۰۷ ولسوالیو کې د افغان دولت واک یواځې پر ۵۷ سلنه برخه دی.

ښاغلي دستګیر همدې ته په پام سره ادعا وکړه، چې پر پاتې ۴۰ سلنه برخه اورپکې پټنځي لري.

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امریکا تېر کې ویلي، پاکستان د هغو طالبانو پرضد عملیات کړي، چې ځان ته یې خطرناک بولي.

پاکستان چې د امریکا ولسشمر ډونلډ ټرمپ په وروستۍ تګلاره کې د اورپکو ډلو په ملاتړ او پټنځایونو تورن کړی و، په برېکس غونډه کې ورباندې دغه تور بیا تازه شوی.

ځينو پاکستانيو او بهرنیو رسنیو په دې غونډه کې د حقاني شبکې، لښکرطیبه او جیش محمد اورپکو ډلو غندل د پاکستان ناکامي او د هند بری بللی، ځکه چې پاکستان تر ډېره په دې باور و، چې د چین په څېر د نږدې ملګري په شتون کې به د دوی پر ضد څوک هم څه و نه وايي.