بالاخره د شربت ګلې د خپل کور ارمان پوره شو

شربت ګله

د عکس سرچینه، MOP

افغان مېرمن شربت ګلې ته چې د ماشومتوب د مهال یوه تصویر له کبله په نړیواله کچه ډېره مشهوره شوه، پلازمېنې کابل کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د حکم له مخې یو کور ورکړل شوی دی.

شربت ګله

د عکس سرچینه، MOP

د عکس تشریح، چارواکي وايي، نوی کور د شربت ګلې په خوښه رانیول شوی

د چارو ادارې ویاند سعیدالله تره کي بي بي سي ته وویل، شربت ګلې ته احمدشاه بابا مېنه سیمه کې د هغې له خپلې خوښې سره سم چمتو شوی کور سپارل شوی دی.

شربت ګله له هغه وروسته چې پاکستان پرې د جعلي پېژندپاڼو جوړولو تور پورې کړ، خپل هېواد ته ستنه شوه او څه موده په کرايي کور کې اوسېده، چې لګښت یې حکومت ورکاوه. ښاغلی تره کی وايي:

''د ولسمشر د امر له مخې شربت ګلې ته د کور د رنګ او ودانیزو چارو تر څنګ د کور لپاره اړین توکي هم پېرل کېدل او له دې کبله دغه بهیر یو څه وځنډېد، خو خوښ یو چې بالاخره شربت ګلې د خپل اصلي کور ملکیت تر لاسه کړ''

شربت ګله

د عکس سرچینه، MOP

د عکس تشریح، چارواکي وايي، شربت ګلې ته لومړی قصبه کې یو اپارتمان ورکړل شوی و، خو د هغې خوښ نه و او بیا د ولسمشر له امر سره سم نوی لور کور د هغې له خوښې سره سم چمتو کړل شو

شربت ګله د تېر کال سپتمبر کې پاکستاني پولیسو په دې تور نیولې وه، چې ګواکې ځان او د خپلې کورنۍ غړو ته یې د پاکستان جعلي پېژندپاڼه یا تذکره جوړه کړې. هغه مهال د شربت ګلې مدافع وکیل د پېښور په حیات اباد سیمه کې له محکمې بهر بي بي سي سره خبرو کې ویلي و نوموړې محکمه کې پر خپل جرم اعتراف کړی. د ۲۰۱۶ کال نومبر کې د پاکستان سیاسي او امنیتي چارواکو شربت ګله په تورخم کې افغان لوري ته وسپارله.

د شربت ګلې تر نیول کېدو وروسته د افغانستان حکومت په تېره بیا اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ډیپلوماتیکې هڅې پیل کړې او ورسره یو شمېرو کسانو د ټولنیزو شبکو فیسبوک او ټویټر له لارې د نوموړې د خوشي کېدو لپاره کمپاین وکړ.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هغه مهال کابل کې له شربت ګلې سره له لیدو وروسته نوموړې ته د یوه کور ورکولو امر کړی و.

شربت ګله

د عکس سرچینه، MOP

د چارو ادارې ویاند سعیدالله تره کی وايي، 'شربت ګلې ته د کور ورکړې چاره ځکه هم وځنډېده، چې لومړی قصبه سیمه کې یو اپارتمان ورکړل شوی و، چې د شربت ګلې خوښ نه و او لامل یې دا وایه، چې کوچنی کور یې د کورنۍ اړتیا نه پورې کوي، خو کله چې ولسمشر پر موضوع خبر شو بیا امر وکړ او نوی کور د هغې له خوښې سره سم چمتو کړل شوی او هغې ته ورکړل شوی دی.'

شربت ګله

د عکس سرچینه، MOP

شربت ګله

د عکس سرچینه، MOP

شربت ګله هغه مهال په نړیواله کچه مشهوره شوه چې مشهورې رسنۍ نشنل جیوګرافیک په ۱۹۸۵ کال کې د هغې انځور پر خپلې مجلې خپور کړ. هغه مهال شربت ګله ۱۲ کلنه وه. د ۴۷ کلنې شربت ګلې مېړه دوه کاله وړاندې د تور زیړي د ناروغۍ له امله مړ شوی، یو زوی او دوه لوڼې لري او په پېښور کې له خپلې کورنۍ سره اوسېده.

.