تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بالاخره د شربت ګلې د خپل کور ارمان پوره شو
افغان مېرمن شربت ګلې ته چې د ماشومتوب د مهال یوه تصویر له کبله په نړیواله کچه ډېره مشهوره شوه، پلازمېنې کابل کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د حکم له مخې یو کور ورکړل شوی دی.
د چارو ادارې ویاند سعیدالله تره کي بي بي سي ته وویل، شربت ګلې ته احمدشاه بابا مېنه سیمه کې د هغې له خپلې خوښې سره سم چمتو شوی کور سپارل شوی دی.
شربت ګله له هغه وروسته چې پاکستان پرې د جعلي پېژندپاڼو جوړولو تور پورې کړ، خپل هېواد ته ستنه شوه او څه موده په کرايي کور کې اوسېده، چې لګښت یې حکومت ورکاوه. ښاغلی تره کی وايي:
''د ولسمشر د امر له مخې شربت ګلې ته د کور د رنګ او ودانیزو چارو تر څنګ د کور لپاره اړین توکي هم پېرل کېدل او له دې کبله دغه بهیر یو څه وځنډېد، خو خوښ یو چې بالاخره شربت ګلې د خپل اصلي کور ملکیت تر لاسه کړ''
شربت ګله د تېر کال سپتمبر کې پاکستاني پولیسو په دې تور نیولې وه، چې ګواکې ځان او د خپلې کورنۍ غړو ته یې د پاکستان جعلي پېژندپاڼه یا تذکره جوړه کړې. هغه مهال د شربت ګلې مدافع وکیل د پېښور په حیات اباد سیمه کې له محکمې بهر بي بي سي سره خبرو کې ویلي و نوموړې محکمه کې پر خپل جرم اعتراف کړی. د ۲۰۱۶ کال نومبر کې د پاکستان سیاسي او امنیتي چارواکو شربت ګله په تورخم کې افغان لوري ته وسپارله.
د شربت ګلې تر نیول کېدو وروسته د افغانستان حکومت په تېره بیا اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ډیپلوماتیکې هڅې پیل کړې او ورسره یو شمېرو کسانو د ټولنیزو شبکو فیسبوک او ټویټر له لارې د نوموړې د خوشي کېدو لپاره کمپاین وکړ.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني هغه مهال کابل کې له شربت ګلې سره له لیدو وروسته نوموړې ته د یوه کور ورکولو امر کړی و.
د چارو ادارې ویاند سعیدالله تره کی وايي، 'شربت ګلې ته د کور ورکړې چاره ځکه هم وځنډېده، چې لومړی قصبه سیمه کې یو اپارتمان ورکړل شوی و، چې د شربت ګلې خوښ نه و او لامل یې دا وایه، چې کوچنی کور یې د کورنۍ اړتیا نه پورې کوي، خو کله چې ولسمشر پر موضوع خبر شو بیا امر وکړ او نوی کور د هغې له خوښې سره سم چمتو کړل شوی او هغې ته ورکړل شوی دی.'
شربت ګله هغه مهال په نړیواله کچه مشهوره شوه چې مشهورې رسنۍ نشنل جیوګرافیک په ۱۹۸۵ کال کې د هغې انځور پر خپلې مجلې خپور کړ. هغه مهال شربت ګله ۱۲ کلنه وه. د ۴۷ کلنې شربت ګلې مېړه دوه کاله وړاندې د تور زیړي د ناروغۍ له امله مړ شوی، یو زوی او دوه لوڼې لري او په پېښور کې له خپلې کورنۍ سره اوسېده.
.