تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان: ۹۵ سلنه درمل له بهره راوړل کېږي
افغان چارواکي وايي، هېواد کې دننه د کارېدونکو درملو يوازې ۵ سلنه درمل یې په افغانستان کې تولیديږي او ۹۵ سلنه له بهره راوړل کېږي.
د افغانستان عامې روغتیا وزیر فیرروز الدین فیروز وايي، پر ځان د بسيا کېدو او کیفیت لرونکو درملو ترلاسه کولو لپاره اړتیا ده، چې په کور دننه د تولید برخه کي پانګونه وشي.
نوموړي کندهار کي د ۱۵ میلیونو ډالرو په لګښت د درملو د تولید یوې فابریکې د بنسټ ايښودلو پر مهال دغه څرګندونې کړې.
ښاغلي فیروز همداراز وویل، په دغه ولایت کي د درملو او خوراکي توکو د کیفیت ازمویلو لومړني لابراتوار د بنسټ ډبره هم ایښوول شوې.
هغه وویل، هېواد ته له نورو هېوادونو د ټیت کیفیت لرونکو درملو او خوراکي توکو واریدېدو د مخنیوي لپاره باید د نورو ګامونو تر څنګ دافغانستان په زونونو کي لابراتوارونه هم رامنځته شي.
دغه لابراتوار، چي نژدي ۱۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي د کندهار ښار په عینو مېنه سیمه کې به د ۱۸ میاشتو موده کې جوړ شي.
د روغتیا وزیر وویل، په افغانستان کې د درملو واریدونکي ۱۰۰۰ شرکتونه دي، چې کاري جواز نه لري او لویه برخه یې په کندهار کي فعالیت کوي .
نوموړي د کندهار له سیمه ییزي ادارې وغوښتل، چې د دغو شرکتونو د فعالیت مخنیوی باید وکړي.
روغتیا وزیر د کندهار میرویس روغتون کې د ۱۵ میلیونو افغانیو په لګښت د پښتورګو د ناروغیو درملیز مرکز پرانیستنه هم وکړه.