تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې ځوانان او کوچنیان هم پر شکر ناروغۍ اخته کېږي
- Author, زمزمه نیازۍ
- دنده, بي بي سي
د افغانستان روغتیا وزارت وایي په دې هیواد کې ورځ تر بلې د شکر (ډیابیټ) ناروغان ډیریږي.
ډاکټران وایي دا ناروغي د پاخه عمر کسانو تر څنګ په کوچنیانو او ځوانانو کې هم شته.
د لوګر اوسیدونکی ۳۰ کلن رحمت الله هره میاشت د شکر معاینې او درملو لپاره کابل ته ځي.
دی وايي، درې کاله وړاندې معلومه شوه چې شکر لري .
"ماته غوسه راتله په هیڅ خبره به غوسه کېدم، وزن مې هم کمېده، وجود مې درد کاوه ګنګس به وم او صحرا ګشت ته به تلم".
دی وايي، اوس یې شکر نورمال دی، خو دارو خوري.
د شکر دوه ډوله ناروغان
ډاکټران وایي، شکر ناروغان په دوو ډلو ویشي؛ ماشومانو او ځوانان یې په یوه او د پاخه عمر کسان یې په بله ډله کې راځي.
د ډاکټرانو په وینا د پاخه عمر کسانو پرتله د ځوانانو او ماشومانو د شکر درملنه ګرانبیه او ستونزمنه ده.
عبدالجبار نظري هغه پلار چې پخپله او دوه زامن یې چې ۱۱ او ۱۴کاله عمرونه لري په شکر اخته دي.
دی وایي هره میاشت د نږدې پنځوس زرو دارو درمل پیري .
"کله چې د شکر د کنټرول مرکز ته ځو هلته له سهار تر ماښام نیم نیم ساعت وروسته زما د زامنو معاینه کېږي، دا چې دوی ماشومان دي دارو یې هم ګران دي".
د هغه په خبره، کومې پیچکارۍ یې چې زامنو ته لګول کېږي میاشت کې پنځوس زره افغانۍ کېږي، خو له درملنې خوښ نه دی.
د شکر ناروغۍ درمل ګران دي او ناروغان یې اړ دي ټول یې عمر یې وکاروي.
شکر د وژونکو ناروغیو سبب کېږي
د شکر ناروغۍ متخصص داکټر حبیب گل اریوبي وایي که دغه ناروغي په وخت کنټرول نه شي د مرګ لامل ګرځي.
"دا نور غړي خرابوي، لکه د سترګو، عصابو او زړه ناروغۍ پیدا کوي، یا د پښتورګو او محیطي عصابو ناروغي منځته راوړي چې ان د پښو پرې کېدو سبب هم کېږي.
شکر ناروغي په وینه کې ستونزې رامنځ ته کوي او کېدای شي چې پښتورګو یا ګردو ته زیان رسوي او د ړندېدو او همدارنګه د زړه د ناروغیو او قلبي حملو امکان په کې شته .
د روغتیاپالو په خبره، د وزن ډیروالی، غوړین خوراک او فزیکي کار نه کول او ځیني وخت میراثي نژادېوالی او د عمر ډېروالی شکر ناروغي پیدا کوي.
مخنیوی
که منظم ورزش وشي، سم خواړه وکارول شي، په خوړو کې د غوړو او خوږو اندازه کابو کړی شي او سیګرټ ونه څکول شي، نو د شکر مخنیوی کېدلی او کنټرولېدلی شي.
افغانستان کې په شکر د اخته کسانو شمیر ۸ عشاریه ۴ سلنه دی او هر کال له لسو تر شل زرو کسان د دې ناروغۍ له امله مري.