تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"هرو پنځو ساعتونو کې یو افغان ماشوم د سینه بغل له کبله مري"
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په دغه هېواد کې هر پنځه ساعته وروسته یو ماشوم د سینه - بغل ناروغۍ له امله مري.
دا خبرې نن د سینه - بغل ناروغۍ نړیوالي ورځې لمانځنې په غونډه کې د دغه وزارت مرستیال ډاکټر فدا محمد پیکان وکړې. د نوموړي په وینا، هر کال په سینه او بغل یو میلیون او درې سوه اخته ماشومان دولتي روغتونونو ته د درملنې په موخه راځي.
د اندرا ګاندي روغتون په افغانستان کې د ماشومانو درملنې تر ټولو لوی روغتیايي مرکز په هرې خونې کې په لسګونه په سینه- بغل اخته ماشومان پراته دي.
د کوچنیانو ژړا، د سینې غږ او د دوی په پوزو کې د اکیجسن پیپونه په افغانستان کې د یوې خطرناکې او پراخې ناروغۍ انځور ښيي.
سینه- بغل په افغانستان کې د ماشومانو د مړینې تر ټولو لوی لامل ګڼل کېږي.
۴۰ کلنه شکیبا، چې د پنځو ماشومانو مور ده، د کابل له قره باغ ولسوالۍ نه په سینه - بغل اخته خپله درې میاشتنۍ لور د کابل اندرا ګاندي روغتون ته راوستې ده.
یوازې په دې خونه کې د شکیبا غوندې تر شلو ډېرې اندېښمنې مېندې لیدل کيږي چې د خپلو ناروغو ماشومانو ساه ایستلو ته ځیر دي.
د افغانستان روغتیا وزارت مني، سینه- بغل افغان ماشومانو ته لوی ګواښ دی. د دغه وزارت په خبره د درملنې په موخه د ټول افغانستان په ۲۵۰۰ روغتیايي مرکزونو کې د سینه- بغل ناروغۍ درملنې لپاره یوه ځانګړې څانګه پرانیستې ده.
د دغه وزارت مرستیال ډاکتر فدا محمد پیکان وايي په ټول افغانستان کې د مېندو او پلرونو ته د سینه- بغل ناروغۍ په باره کې د پوهاوي ور کولو لپار دېرش زره رضا کاره کار کوونکي په دندو ګمارلي دي.
ښاغلي پیکان زیاتوي یوازې تېر کال د سینه - بغل ناروغۍ په برخه کې یې شاوخوا ۲۰۰۰ ډاکتران روزلي دي.
په افغانستان کې ډاکتران وايي ککړه او سړه هوا، د نویو زېږېدو ماشومانو د پالنې په اړه لږ پوهاوی، په سینه - بغل د ماشومانو د اخته کېدو لوی لاملونه ګڼل شوي دي.
خو تر هغه چې دا ستونزه حل کيږي، په افغانستان کې په هرو پنځو ساعتو کې په سینه - بغل اخته ماشومانو له ډلې د یوه ژوند اخلي.