له امریکا وروسته هالنډ افغان روباټګرو نجونو ته مډال ور کړ

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نورګل شفق
- دنده, بي بي سي
افغان روباټګرو نجونو له خپلې دودیزې ټولنې سر پورته کړ او د نورو هېوادونو په لور په دې تکل ووتې چې د افغانستان یو بل انځور نړيوالو ته وړاندې کړي.
هغوی له دې شعار سره چې (دوی کولی شي) امريکا او هالنډ ته لاړې او د روباټ جوړونې په نړيوالو سیالیو کې یې ګډون وکړ.
لیدا عزيزي د همدې شپږ کسيزې روباټ جوړوونکې ډلې یوه غړې ده چې تازه په هالنډ کې له یوې سیالۍ راګرځېدلې او د نوښتګرو ماغزو افتخاري مډال يې ګټلی دی.
نوموړې وايي، دا مډال یې د افغانستان لپاره لوی ویاړ دی.
هغه غواړي په راتلوونکي کې ډرون یا بې پېلوټه الوتکه او په افغانستان کې د کرنې د عصري کولو لپاره هم ځينې روباټونه جوړ کړي.
"د راتلوونکي لپاره هم ډېر پلانونه لرو. نور روباټونه هم جوړوو او دا ځل مو پلان دی چې يوه بې پېلوټه الوتکه جوړه کړو".
د روباټ جوړوونکو ډلې روزوونکی علي رضا مهریان هم وايي، چې په راتلوونکي کې د نورو بېلا بېلو روباټونو جوړولو هوډ لري.
امریکا ته د تګ کیسه

د عکس سرچینه، Getty Images
دغو نجونو هغه مهال د خلکو پام ځان ته ور واړاوه چې په کابل کې د امریکا سفارت په دغه هېواد کې د روباټ جوړوونې په یوه سیالۍ کې د ګډون لپاره دوی ته له وېزې ورکولو ډډه وکړه.
خو په پراخه کچه د دې خبر په خپرېدو سره د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم خبر شو او دې ډلې ته يې د ويزې ورکولو امر وکړ.
دا سیالي د امریکا د ځینې پوهنتونونو او ټیکنالوجۍ مرکزونو په هڅو د روان کال د جولای ۱۶ ۱۸ روانه وه.
په دې نړیواله سیالۍ کې د ۱۵۷ هېوادونو ۱۶۳ ډلو ګډون درلود.
د افغان روباټګرو نجونو شپږ کسیزې ډلې په دغه سیالۍ کې سلمه درجه خپله کړه.
دوی ته د مېړانې سپینو زرو مډال ور کړل شو.
د روباټ جوړوونکو نجونو شپږ کسيزه ډله له امريکا وروسته هالنډ ته لاړه او هلته يې هم پخپل لاس جوړ شوي روباټونه نندارې ته وړاندې کړل.

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغان نجونو د دې ډلې له بري سره هم مهاله د انساني حقونو د څار سازمان تازه رپور ټوايي، چي په افغانستان کې درې نيم ميليونه ماشومان ښوونځي ته نه ځي چې ٨٥ سلنه يې نجونې دي.
د افغانستان په ځینو سيمو کې اوس هم نجونو ته یا له سره ښوونځي ته د تلو اجازه نه ورکول کیږي او یا هم له منځنيو زده کړو وروسته د واده او یا د نورو ټولنيزو ستونزو له کبله له درسه منع کیږي.








