افغانه؛ له کډوالۍ تر مانچسټر فوټبال لوبډلې

نادیه تېر کال د پورټلنډترونز لوبډله کې ولوبېده، چې دغه لوبډله په لیګ کې دویم مقام ګټلی او پنځه ګولونه یې کړي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نادیه تېر کال د پورټلنډترونز لوبډله کې ولوبېده، چې دغه لوبډله په لیګ کې دویم مقام ګټلی او پنځه ګولونه یې کړي دي.

د ښځو سوپر لیګ اتلولۍ لپاره مانچسټر سیټي د ډنمارک د ښځینه فوټبال له افغان لوبغاړې 'نادیه ندیم' سره تړون لاسلیک کړی.

۲۹ کلنه نادیه افغانستان کې زیږېدلې چې په پام کې ده له مانچسټر سیټي سره به راتلونکې جنورۍ میاشت کې یوځای شي او امریکا کې یې له اوسنۍ لوبډلې "پورټلنډ ترونز" سره لوبېدل پای ته رسېږي.

نوموړې د هغې ډنمارکي لوبډلې لوبغاړې وه چې د کوربه هالنډ له خوا د اروپا ۲۰۱۷ اتلولیو پایلوبه کې یې ماتې وخوړه.

دا وايي: "ما تل غوښتل اروپا ته په یوه لوی ټیم کې د لوبېدو لپاره ستنه شم. ویاړم چې له مانچسټر سیټي سره یوځای کېږم؛ ځکه چې دا په اروپا کې له لویو لوبډلو ګڼل کېږي. په دغه لوبډله کې لوبېدل زما د ارمان پوره کېدل دي."

نادیه ندیم یوه له هغو افغانانو ده چې د پلار له مرګ وروسته په ۲۰۰۰ کال پر افغانستان د طالبانو د واک تر اخیستو وروسته په ۱۲ کلنۍ کې له خپلې مور او څلورو خویندو سره د جګړو له کبله یې کابل پرېښود او ډنمارک ته کډواله شوه.

دا وايي: "لومړی مو پلازمېنه کوپنهاګن کې دوې اونۍ تېرې کړې او هلته په یوه کمپ(چې زندان غوندې و) اوسېدو. بیا یې د ډنمارک درېیم لوی ښار یوتلنډ ته یوړو او هلته څو میاشتې د کډوالو یوه کمپ کې پاتې شوو."

نادیه ندیم

د عکس سرچینه، Getty Images

۷۴ کپونه

دوی د ډنمارک د کډوالو یوه کمپ ته ورسېدل او هلته نادیې د فوټبال لوبه پیل کړه، چې تر اوسه یې ۲۲ ګوله کړي او ۷۴ نړیوال کپونه یې ترلاسه کړي.

په امریکا کې د فوټپال د ښځینه ملي لوبډلې لیګ کې د لوبېدو پرمهال، نادیه د طب د ښوونځي زده کوونکې هم ده.

نوموړې بي بي سي ته وویل: "له لوبې بهر زه هڅه کوم خپل ښوونځي ته دوام ورکړم او د لوبو پرمهال تمرکز پر فوټبال کوم."

"فوټبال کې له لوبېدو سره مینه لرم، دا زما د خوښې کار دی، خو غواړم ترڅنګ یې نور څه هم ولرم. کله چې خپل درسونه ختم کړم ډاکټره به شم، ډېره به خوشحاله یم چې خپل تعلیم مې بشپړ کړی وي."

نادیه ندیم

د عکس سرچینه، Getty Images

نهه ژبې

نادیه تېر کال د پورټلنډترونز لوبډله کې ولوبېده، چې دغه لوبډله په لیګ کې دویم مقام ګټلی او پنځه ګولونه یې کړي دي.

نادیه فوټبال کې مهاجمه ده، چې په نهو ژبو (ډنمارکي، انګلیسي، جرمني، فارسي، دري، اردو، هندي، عربي او فرانسوي) خبرې کولی شي او اوسمهال د طب محصله هم ده.

نادیې په ۲۰۰۶ کال له آی کې سلوبکېن سره خپل تړون لاسلیک کړ او بیا وروسته له فورټونا هیورنګ سره یوځای شوه.

هغې په ۲۰۰۸ کال د ډنمارک تابعیت ترلاسه کړ او په ۲۰۱۴ کال د امریکا متحدو ایالتونو د ښځینه فوټبال له ملي لوبډلې سره یوځای شوه او له پورټلنډترونز سره تر یوځای کېدا مخکې د سکاي بلو اېف سي لوبډلې په ګټه ولوبېده.

دا وايي "ډېره خوشحاله یم چې له مانچسټر سیټي یسره یوځای کېږم. هېڅ بل غوره غوراوی نه وو. سیټي د ښځینه فوټبال برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لرلې او زه غواړم د هغه تاریخ یوه برخه شم چې دوی یې جوړوي."