"طالبان د روسیې له تېلو هره میاشت ۲،۵ میلیون ډالر ترلاسه کوي"

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، وسلوال طالبان په یوه سیمه د موټرو تلاشي ته ولاړ دي.
    • Author, حميد شجاع
    • دنده, بي بي سي لندن

د برتانیا (د ټایمز) ورځپاڼې له وسلوالو طالبانو سره د روسیې د اړیکو او مالي مرستو په اړه یو خورا مهم مطلب لیکلی دی.

ورځپاڼه وایي، دا لیکنه یې د خپلو څېړنو او پلټونو په پایله کې چمتو کړې ده.

(د ټایمز) وایي چې د دې پلټنو په ترڅ کې دوی پخپله د وسلوالو طالبانو له غړو او افغان چارواکو سره خبرې کړې او اړین مالومات یې ترلاسه کړي.

(د ټایمز) ادعا کوي چې د روسیې اسختبارات له غیر مستیقمو لارو په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو مالي ملاتړ کوي.

هغه داسې چې د تېلو ډک ټانکرونه له روسیې د حیرتان بندر له لارې افغانستان ته راځي.

بیا دا تېل په وړیا توګه هغو خصوصي شرکتونو ته ورکول کېږي چې په اصل کې له طالبانو سره اړیکي لري:

"د تېلو همدا کاروبار اوس دې ډلې ته یوه ګټوره مالي سرچینه شوې ده او له دې لارې په افغانستان کې د ناټو او افغان ځواکونو پر ضد خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي."

ورځپاڼه زیاتوي،چې طالبان د تېلو له دې کاروبار هره میاشت کابو دوه نیم ملیونه امریکایي ډالر ترلاسه کوي.

طالبان دا رپوټ ردوي

ر

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، ویل کېږي روسیه د داغش پرضد د طالبانو ملاتړ کوي.

دا رسنۍ وایي چې روسیې له طالبانو سره خپلې مرستې په دې وروستیو کې لا ډېرې کړې او غواړي چې دا ډله په افغانستان کې د داعش پر ضد وجنګېږي او د پرمختګ مخه یې ونیسي.

په دې لیکنه کې ورځپاڼې د افغانستان په غزني ولایت کې د طالبانو له یوه خزانه دار سره خبرې کړې دي.

نوموړی مني چې د روسیې لخوا د یادې ډلې ملاتړ کېږي او زیاتوي چې دا بهیر اتلس میاشتې وړانډې پيل شوی.

خزانه دار وایي، وسلوال طالبان خوښ نه دي چې له روسیې مرسته وغواړي، خو په اوسنیو شرایطو کې په افغانستان کې د "جهاد" د ادامې لپاره دا کار مهم او روا دی.

خو د وسلوالو طالبانو ویاند دا رپوټ یواځې پروپاګنډ بولي او د هغه چا خبره هم پر ځای نه بولي چې دې ورځپاڼې په غزني کې د طالبانو خزانه دار بللی دی.

ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره خبرو کې وویل، چې نه د تېلو کوم پمپ لري او نه هم له روسیې کوم ډول مرسته ترلاسه کوي.

د روسیې دریځ

رل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نشه يي توکي هم د طالبانو لپاره یوه بله مالي سرچینه بلل کېږي.

روسیه تل دا ډول تورونه ردوي او وايي، یواځې د خپلو وګړو د خوندیتوب لپاره له طالبانو سره اړیکي لري او مالي مرسته یې نه کوي.

افغانستان کې د روسیې سفیر الکساندر ماتیڅکي د تېر کال ډيسمبر کې رسنیو ته وویل، دا یوازې دوی نه دي چې له طالبانو سره اړیکي لري:

"بلکې امریکا، بریتانیا، جرمني، چین، پاکستان، ایران ، سعودي عربستان او نور هېوادونه هم له طالبانو سره اړیکي لري. خو پوښتنه باید وشي چې په کومه موخه دا اړیکي نیول کېږي؟"

دغه سفارت تېر اګسټ هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا تورونه رد کړل چې دوی له طالبانو سره مرسته کوي.

په هغه اعلامیه کې یې په لومړي ځل وسلوال طالبان ترهګره ډله وبلل.