تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان: افغان حکومت او امریکا د سولې اراده نه لري
- Author, غزا نور
- دنده, بي بي سي
وسلوال طالبان وايي، که قطر کې د دوی دفتر تړل کېږي د پایلو مسوولیت به یې د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو په غاړه وي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته د یوې اعلامیې په لېږلو سره یو ځل بیا د افغان حکومت او بهرنیو ملاتړو دا تور ردوي چی دا ډله د سولې اراده نه لري.
طالبانو په خپله اعلامیه کې ویلي، چې د دوی د سولې هڅې کابل او ملګرو یې په تېره امریکا ننګولې او د قطر دفتر په هکله اوسنی دریځ یې یوه بېلګه بولي.
د طالبانو دا اعلامیه له هغه وروسته ده چې تېره سې شنبه د برتانیا ګارډین ورځپاڼې ولیکل، د افغان ولسمشر اشرف غني او د هغه د امریکايي سیال په لیدنه کې ډونلډ ټرمپ پر افغان لوري فشار اچولی چې د طالبانو د قطر دفتر وتړي.
خو ولسمشر غني تېره چهارشنبه خبر غونډه کې وویل، په هغه ناسته کې په دې تړاو څه نه دي ویل شوي.
د نوموړي په خبره، که د قطر د فتر د تړلو اړتیا پیښیږي، نو افغان حکومت یې خپله په اړه پریکړه کولی شي.
ښاغلي غني وویل اوسمهال چې د سیمې په کچه حالت مثبت لور ته روان دی، د افغانستان د مسلې سیاسي هواری یوه اساسي موخه ده.
پر طالبانو د سولې غږ
افغان ولسمشر د امريکا دفاع وزير سره گډې غونډې ته په وینا او د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې يو ځل بيا پر طالبانو د سولې غږ وکړ:
''اوس طالبان د برخلیک جوړولو په دوه لارې کې دي، یا د پردیو د سیاست خدمت او بین المللي تروریزم سره یو ځای کېدل او د هغوی د ودې لپاره بستر جوړول چې په نابودۍ محکوم دي او یا دې تصمیم ونیسي چې جنګ او تاوتریخوالی پایته رسوي او د هېواد سوله او ابادۍ کې ونډه واخلي. ''
خو وسلوال طالبان په خپله اعلامیه کې وايي، د افغان کشالې سوله ییز اواری اوس هم د دې ډلې تګلاره ده:
"خو باید ووایو که د سولې دغه دروازه(د قطر دفتر) د دوی(افغان حکومت او امریکا) له خوا بندیږي، په افغانستان کې د جګړې او د هغې د عواقبو هر ډول مسوولیت به یرغلګرو او د هغوی انډیوالانو ته متوجه وي".
د طالبانو په خبره، دغه دفتر د دوی یواځنی اورګان دی چې د سولې په هکله کار کوي او کوم بل هدف نه لري
طالبانو په خپله اعلامیه کې د سولې د څو غونډو یادونه کړې او په وینا یې له ۲۰۱۱ کال راهیسې د روان کال تر اګسټ پورې پکې د افغان حکومت او امریکا د مخالفت له امله د دوی د استازو د "ګډون" مخه نیول شوې ده.
د طالبانو دا اعلامیه په داسې مهال ده چې افغان حکومت نږدې کال مخکې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له اسلامي ګوند سره سوله وکړه.
خو ښاغلی حکمتیار څو ځلې ویلي، چې په افغان حکومت کې داسې کسان شته چې له وسلوالو طالبانو سره سوله نه غواړي.
د نوموړي په خبره، دا ډول کسان یواځې په جګړه کې ګټې لټوي.
د سولې په هکله د طالبانو د قطر دفتر تګلاره
د پوهنتون استاد او شنونکی فیض محمد ځلاند چې دوه ځلې یې د طالبانو د قطر دفتر له غړو سره لیدلي وايي، طالبان دفتر نه لري.
د هغه په خبره، د کرزي له مخالفت وروسته چې قطر کې د طالبانو دفتر وتړل شو، بیا دوی دفتر ونه موند او کله چې ور سره خبرې کېږي طالبان هوټلونه کرایه کوي.
خو ښاغلی ځلاند دغه قطر مېشتي طالبان هم د سولې د خبرو لپاره یوه مرجع بولي او وايي د خبرو لپاره ځانګړي شرایط لري.
د هغه په خبره، قطر کې د طالبانو استازي د باور جوړولو لپاره درې غوښتنې لري:
اول غواړي قطر کې دوی دفتر ولري او په رسمیت وپېژندل شي، له دوی بندیزونه لرې شي چې نورو هېوادونو ته لاړ شي، دریم دا چې د ګونتنامو او بګرام بندیانو پر سر ور سره معامله وشي.
اول له بهرنیانو سره خبرې
فیض محمد ځلاند وايي، قطر مېشتي طالبان د سولې خبرو لپاره اول له بهرنیانو سره او بیا له افغان حکومت سره خبرې غواړي.
د هغه په خبره، طالبان غواړي د سولې لپاره له امریکایانو سره د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرمهالوېش خبرې وشي.
"طالبان اوس له دې شرط تېر دي چې اول دې امریکایان ووځي بیا به خبرې کوي، بلکې اوس د پخوا خلاف د دوی د وتلو مهالوېش غواړي".
د نوموړي په خبره، طالبان باوري دي چې په افغانستان کې به امریکایان د اوږدمهال لپاره وي:
"طالبان له امریکایانو سره په دې بحث کول غواړي چې په ملکي او پوځي چارو کې به کومې موخې پالي"
فیض محمد ځلاند زیاتوي وسلوال طالبان اول له امریکا سره غږېدل غواړي بیا له دې وروسته نېغ په نېغه له افغان حکومت سره بحث غواړي.