تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اشرف غني: که طالبان سوله نه کوي، د قطر دفتر دې وتړل شي
افغان ولسمشر اشرف غني په مونیخ امنیت غونډه کې د قطر له بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني سره په لیدنه کې پر طالبانو غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي او د سولې بهیر سره یو ځای شي.
د ارګ له خوا په خپره شوې بیانیه کې نوموړي ګواښ کړی، که وسلوال طالبان د راتلونکي کال تر پسرلي او دوبي خپل چلند بدل نه کړي او تاوتریخوالي ته دواو ور کړي. باید له بندیزونو سره مخ شي.
"که طالبان مثبت چلند غوره نه کړي، تاوتریخوالی جاري وساتي، باید د قطر دفتر د تړلو په ګډون پر دوی بندیزونه پلي شي".
افغان ولسمشر دا هم ویلي، چې سوله د افغانانو مهم لومړیتوب دی، خو طالبان تو پکار نه دي چې په خوله سوله یادوي، خو په عمل کې جګړه کوي.
د ارګ په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر له افغان ولسمشر سره په خبرو کې ویلي، چې په افغانستان کې د سولې او ټیکاو لپاره هڅې نورې هم زیاتوي.
د ارګ د اعلامیې له مخې، ولسمشر غني د قطر له چارواکو سره په خبرو کې د کندهار چاودنه هم یاده کړې، چې پکې د متحده عربي اماراتو د سفیر په ګډون د دغه هېواد څو ډیپلوماټانو ته مرګ ژوبله واوښتله.
د اشرف غني په خبره، د افغان حکومت څېړنې ښيي چې وسلوال طاللبان او شورا یې په دې پېښه کې لاس لري.
وسلوالو طالبانو په دغه برید کې لاس درلودل رد کړي دي.
د دې بیانیې له مخې، افغان ولسمشر په خپل استوګنځي کې د چین له بهرنیو چارو وزیر سره هم لیدلي، او د سولې څلور اړخي سند د پلي کړولو لپاره یې د پاکستان پر هڅولو ټینګار کړی دی.
په قطر کې د وسلوالو طالبانو لپاره سیاسي دفتر پر ۲۰۱۳ کال پرانیستل شو او قطري چارواکو هیله ښوده چې د دې دفتر له لارې به روانه افغان غمیزه پای ته ورسېږي، خو تراوسه یې دا هیله پوره شوې نه ده.
طالبان د دغه دفتر له لارې خپل سیاست کوي او هم یې استازي له دې ځایه مختلفو هېوادونو ته سفر کوي.