'کابل له طالبانو سره بې قید او شرط خبرې نه ردوي'

ډان:

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې په پاکستان کې د افغان سفير حضرت عمر زاخيلوال په وينا ليکلي چې افغان حکومت له طالبانو سره بې قيدو شرط خبرې اترې نه ردوي.

ورځپاڼه وايي ښاغلي زاخيلوال د چين له شينوا خبرې آژانس سره په خبرو کې ويلي "په قطر کې د طالبانو له دفتر او يو شمېر اغېزمنو طالب قومندانانو سره په تماس کې دي، خو رسمي خبرې اترې لا نه دي شوي."

د ورځپاڼې په وينا ښاغلي زاخيلوال زياته کړې چې طالبان کولى شي خپل وړانديزونه د خبرو اترو ميز ته راوړي خو د خبرو لپاره مخ شرط نه منل کېږي.

مطلب کې د ښاغلي زاخيلوال له خوله راغلي که بهرنيان د طالبانو ملاتړ پرېږدي نو دوى به ورسره د ستونزې هوارۍ يوه لار ومومي.

له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه د طالبانو د ټينگار په تړاو افغان سفير ويلي چې جگړه نه وي نو افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د شتون اړتيا نشته.

ښاغلي زاخيلوال زياته کړې که طالبان رښتيا غواړي چې بهرني ځواکونه دغه هېواد پرېږدي نو دا د سولې له لارې شونې ده نه د جگړې.

نيويارک ټايمز:

دغې امريکايۍ ورځپاڼې د بلخ د چارسمبالي والي عطاء محمد نور او حکومت ترمنځ د روانو خبرو اترو په تړاو د رويټرز خبري آژانس يو رپوټ راخيستى.

رپوټ وايي ښاغلى نور په مرکزي حکومت کې د ورگډېډو په موخه له ولسمشر غني سره خبرې کوي او دا گام ښايي د ٢٠١٩ کال له ټاکنو وړاندې په افغانستان کې سياسي فضا بدله کړي.

مطلب وايي که ښاغلى نور په حکومت کې رول غواړي نو څرگنده نه ده چې دا به څه راز رول وي .

خو د هغه دا لوړې هيلې د عبدالله عبدالله او ولسمشر غني ترمنځ د واک پر انډول اغېز کولى شي.

د بلخ چارسمبالي ويلي که خبرې بريالۍ شي نو بلخ ولايت به نويو او ځوانو څېرو ته پرېږدي.

واشنگټن کې د سولې انسټيټيوټ د افغانستان او منځنۍ آسيا برخې مشر سکاټ وردون ويلي خلکو سره مهمه پوښتنه دا ده چې آيا دا د ٢٠١٩م کال ولسمشريزو ټاکنو لپاره د کمپاين پيل دى او که څنگه؟