تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو د قطر دفتر د سولې او جنګ په درشل کې
- Author, داود اعظمي
- دنده, بي بي سي لندن
افغان او امريکایي حکومتونه غواړي چې پر طالبانو څو اړخيز پوځي او سياسي فشارونه واچوي.
د افغانستان لپاره د امریکا له نوې تګلارې سره سم به د طالبانو پر ضد پوځي عمليات، په ځانګړې توګه هوايي بریدونه نور هم ډېر شي. هڅه به دا وي چې طالبان کمزوري شي او د دوی تر کنټرول لاندې يو شمېر سيمو څخه دوی وايستل شي.
له بلې خوا د ولسمشرانو غني او ټرمپ حکومتونه هڅه کوي چې طالبان په سيمه او نړۍ کې منزوي شي او يوازې پاته شي. په دې لړ کې دوی نيت لري چې پر يو شمېر هېوادونو فشار واچوي يا يې وهڅوي چې د طالبانو ملاتړ پرېږدي او له هغو سره هر ډول همکاري ودروي.
په قطر کې د طالبانو د دفتر تړلو خبره هم پر طالبانو د فشار ډېرولو د هڅو برخه ده چې هغه مجبور شي او له افغان حکومت سره خبرو ته کښېني.
ولسمشر غني مخکې هم د طالبانو د دغه دفتر د تړلو يادونه کړې وه خو د دې ځل دا موضوع په داسې وخت کې بيا راپورته کېږي چې خپله قطر په ستونزو کې ښکېل دی او د سعودي په مشرۍ د څو عربو هېوادونو تر کلابندۍ او فشارونو لاندې دی.
د طالبانو لپاره د قطر دفتر ډېر مهم دی، دا د دوی يو دايمې رسمي ادرس دی او هر څوک له دوی سره د دې لارې تماس نيسي.
دوی له دې ځايه په اسانۍ نورو هېوادونو ته سفرونه کوي او هلته خپل دريځ بيانوي.
د دې تر څنګ له دغه دفتر څخه د طالبانو لپاره د مالي او سياسي ملاتړ راغونډولو فعاليتونه هم ترسره کېږي.
د قطر د دفتر د پرانيستو بله غټه ګټه دا وه چې طالبانو له يو شمېر بهرنيو فشارونو، په ځانګړي توګه د پاکستان له وېرې او تهديدونو، څخه نسبتا ازادي ترلاسه کړه.
د امريکا او افغان حکومتونو له دې هڅو څخه ښکاري چې دا مهال جګړه لومړيتوب لري او د سولې خبرې که يو وخت کېدې، نو تر زور کارولو، يا لږ ترلږه د جګړې په سيوري کې به کېږي.