هغه کس خوشی شوی چې پر حکمتیار یې د بوټ ګوزار کړی و

د عکس سرچینه، FB
رسمي سرچینې وايي، هغه ځوان خوشی شوی، چې د حزب اسلامي پر مشر ګلبدین حکمتیار یې هرات ولایت کې د بوټ ګوزار کړی و.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، عبدالواحد دادشاني د تېرې جمعې په ورځ ونیول شو، چې په وینا یې د لا نورو پلټنو لپاره ساتل شوی و.
نوموړي بي بي سي ته وویل: "د څېړنو له بشپړېدا وروسته دادشاني د ملي امنیت له خوا خوشی شو. نوموړی د نورو څېړنو ترلاسه کېدا په موخه ساتل شوی و."
عبدالواحد دادشاني د وږي پر ۳۱مه د جمعې د لمانځه پرمهال پر ګلبدین حکمتیار د بوټ ګوزار کړی و چې بیا وروسته د ملي امنیت کارکوونکو ونیو.
د نوموړي له خوشي کېدا څو ساعته وړاندې هرات ښار کې ځینې مدني فعالانو د نوموړي د خوشي کېدو په پولۍ لاریون وکړ.
پر خواله رسنیو یوه خپاره شوي تصویر کې یو سړی لیدل کېږي، چې جومات کې د بوټ ګوزار کوي.
د بي بي سي خبریال محمد قاضي زاده د عینی شاهدانو له قوله وايي، له پېښې وروسته خلکو ګومان کاوه، ځانمرګی بریدګر جومات ته ننوتی او له همدې کبله یې یوه بل لور ته منډې کړې.

د عکس سرچینه، Getty Images









