له ګلبدین حکمتیار سره د بي بي سي ځانګړې مرکه
دې Facebook پوسټ نه تېرشئ
منځپانګه نه شته
په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي سي د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.د پوسټ Facebook پای
د افغانستان د حزبِ اسلامي مشر د یوه پیاوړي مرکزي حکومت ملاتړ او په هېواد کې د واک د جلا جلا ټاپوګانو د منځه وړلو غوښتنه کړې ده.
ګلبدین حکمتیار له حکومت سره تر پخلا کېدو وروسته په لومړي ځل له بي بي سي سره مرکه درلوده. په دې مرکه کې د افغانستان اوسني حالات، تېرې کورنۍ جګړې، په شمال کې دده په وینا قومي تصفیه او له طالبانو سره د سولې مسالې راغلي دي.
هغه وویل چې د بهرنیو ځواکونو د شتوالي په اړه یې دریځ هماغه پخوانی دی چې باید ووځي، خو ویې ویل چې د ولسمشر ټرمپ په نوې تګلاره کې د جګړې تر څنګ، پر سوله باندې هم ټینګار شته.




