افغانستان ته رسېدونکي نوي امريکايي ځواکونه او الوتکې ښايي د جگړې انډول بدل کړي

امريکايي سرتېري

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا دفاع وزارت اوس د نورو سرتېرو استولو خبره کړې چې ور سره د ټولو پوځیانو شمېر ۱۴۵۰۰ ته رسېږي او د دوى ترڅنگ د ناټو ۵۰۰۰ سرتېري به د افغان پوځ ښوونې روزنې ته دوام ور کوي.
    • Author, اصف معروف
    • دنده, بي بي سي/ لندن

افغانستان ته د تازه دمو سرتېرو لېږد د ډونلډ ټرمپ سترتېژۍ په اډانه کې د افغان جنګي ماشین پیاوړي کولو لپاره د امریکا د دفاع وزارت پلان برخه ده.

تېرو دوو کلونو کې د څرګندې ستراتیژۍ نشتوالي له امله پر کلیوالو سیمو د وسلوالو ولکه ډېره شوه او اسلامي دولت ډلې هم خپله لمن پراخه کړه.

د امریکا دفاع وزارت اوس د نورو سرتېرو استولو خبره کړې چې ور سره د ټولو پوځیانو شمېر ۱۴۵۰۰ ته رسېږي او د دوى ترڅنگ د ناټو ۵۰۰۰ سرتېري به د افغان پوځ ښوونې روزنې ته دوام ور کوي.

افغان دولت هم پرېکړه کړې چې افغان پوله ساتو ځواکونو او د عامه نظم پولیسو ته پوځي روزنه ورکړي او په جنګي ځواک یې بدل کړي.

دا ځواکونه اوس د کورنیو چارو وزارت پر ځای د دفاع وزارت برخه گرځول شوي او تازه دم امریکايي سرتېري به یې وروزي.

د افغانستان دفاع وزارت له پنټګان او ناټو سره د لا همغږۍ او د وسلوالو ضد پرېکنده جګړې لپاره د کومانډو ځواکونو شمېر دوه برابره ډېر او د قول اردو کچې ته یې لوړ کړي دي.

د دغو ځواکونو شمېر به اوس ۲۰ زرو ته ورسېږي او اوسني تناسب ته په پام ممکن د جګړې انډول بدل کړي.

په دغه راز يوۀ دريځ کې دا شونتيا شته چې افغان او نړیوال ځواکونه دهغه پلان پلي کولو کې بريالي شي چې وايي د دوو کلونو په ترځڅ کې به د وسلوالو لاس ته لوېدلې سيمې بېرته ونيسي.

الوتکې

د امریکا مېلېټري ټایمز وېبپاڼې ويلي، پنټګان د يونيم سل "اېم ډي ۳۵۰ ډوله" چورلکو د پېرلو يو تړون لاسليک کړى چې ورباندې ١،٤ ميليارد ډالر لگښت راځي.

ټاکل شوې دا چورلکې افغان هوايي ځواک ته وسپاري.

بلک هاوک الوتکې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تېر کال د امریکا کانګرس د افغان ملي اردو ځواکمنولو لپاره ۸۱۴ میلیون ډالر ومنل او وې پتېيله چې ورته ۵۳ بلک هاک او شپږ "اې ۲۹ ټوکانو" الوتکې وپېري.

د سیګار د يوۀ رپوټ پر بنسټ ۲۷ الوتکې وار له مخه افغان هوايي ځواکونو ته سپارل شوې او ۳۰ چورلکې به په راتلونکي یو یا دوو کلونو کې کابل ته ورسېږي او د اېم ۱۷ په نوم روسي چورلکو ځای به ونیسي.

تېر کال د امریکا کانګرس د افغان ملي اردو ځواکمنولو لپاره ۸۱۴ میلیون ډالر ومنل او وې پتېيله چې ورته ۵۳ بلک هاوک او شپږ "اې ۲۹ ټوکانو" الوتکې وپېري.

د افغان ځواکونو تر ټولو لویه کمزوري د اغېزناک هوايي ځواک نشتوالی دی او د نړیوالو هوايي ځواکونو ملاتړ هم په نښه ویشتلو کې تر ډېره له تېروتنو سره مخ شوي دي.

دا چاره ولسي مرګ ژوبله زیاتولی او ولسي خپګان ډېرولی شي ، خو د بلک هاوک او اې ۲۹ ټوکانو الوتکو را رسېدو سره به دا نیمګړتیا لېرې شي