ټرمپ ته د طالبانو خبرداری: که بهرنی سیاست مو بدل نه کړ تاریخي ماته به وخورئ

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو په ویناپاڼه کې ښاغلي ټرمپ ته لارښوونه شوې چې د امریکايي جنرالانو تحلیل ته غوږ ونه نیسي.

د "سایټ اطلاعاتي ډله " چې پر انټرنټ د بنسټپالو ډلو فعالیتونه څاري وايي، طالبانو د یوې ویناپاڼې په خپرولو د امریکا له نوي ولسمشره ډونلډ ټرمپ غوښتي چې خپل سرتېري دې له افغانستانه وباسي او د مخکینیو دولتونو بهرنۍ تګلاره دې نه تعقیبوي.

ویناپاڼه لیکي چې که امریکا د مخکینیو ولسمشرانو، بارک اوباما او جورج بوش، تګلاره پرمخ بوځي د "له شرمه ډکې ماتې " تمه دې ولري.

طالبانو افغانستان کې د امریکا ۱۵ کلنې "ناکامۍ " ته په اشارې لیکلي، د دې ترڅنګ چې بهرنیو ځواکونو هم "بې ګناه افغانان ووژل " او هم مالي زیان ورواووښت، دغې جګړې په نړۍ کې د دوی اعتبار هم زیانمن کړ.

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د جنورۍ پر شلمه د امریکا نوی ولسمشر ډونلډ ټرمپ افغانستان کې مېشتو امریکايي پوځیانو سره وغږېد.

د طالبانو په ویناپاڼه کې ښاغلي ټرمپ ته لارښوونه شوې چې د امریکايي جنرالانو تحلیل ته غوږ ونه نیسي ځکه هغوی د جګړې د دوام لپاره ناسم رپوټونه ورکوي.

دوه ورځې وړاندې ښاغلي ټرمپ د ولسمشرۍ د لوړې له مراسمو وروسته د ویډیو کنفرانس له لارې افغانستان کې له مېشتو امریکايي سرتېرو سره وغږېد او ډاډ یې ورکړ چې د دوی ملاتړ به کوي او خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

د افغان حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله افغانستان کې مېشتو امریکايي سرتېرو ته د ولسمشر ټرمپ وینا «مثبته نښه او د همکاریو د دوام لپاره ښه ګام» وباله.

دا مهال امریکا په افغانستان کې ۸۴۰۰ سرتېري لري او په پام کې لري چې دغه هېواد کې خپل سمندري ځواکونه ډېر کړي.

طالبان
د عکس تشریح، طالبانو له ولسمشر ټرمپ غوښتي چې د پخوانیو امریکايي ولسمشرانو تګلاره دې نه تعقیبوي.

د جنوري په اتمه د امريکا پوځ وویل، د افغانستان سوېل ته د پوځي سلاکارانو يوه درې سوه کسيزه ډله ورلېږي. د دغو امريکايي پوځيانو دنده به تر ډېره افغان ځواکونو ته پر سلا مشورو ورټوله وي.

امريکايي رسنيو کې د خپرو شويو رپوټونو پر بنسټ، ټاکل شوې د امريکا سمندري ځواکونو دغه درې سوه کسيزه ډله راتلونکى پسرلى په افغانستان کې خپل ماموريت پيل کړي.

ټرمپ

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ټرمپ له امریکايي سرتېرو غوښتلي چې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې په ۲۰۱۴ کال کې د امريکا او ناټو له جګړييز ماموريت پای ته رسېدو نه وروسته دا دویم ځل دی چې امريکايي ځواکونه سويلي ولایت هلمند ته لېږل کېږي.

د غږ تشریح، د ټرمپ واک به پر پاکستان او افغانستان څه اغېز ولري؟