د امریکا دفاع وزیر په ناڅاپي سفر کابل ته تللی

د عکس سرچینه، AFP
د امریکا دفاع وزیر اشټن کارټر نن جمعه (ډسمبر ۹مه) په یوه ناڅاپي سفر کابل ته تللی دی.
دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د افغانستان په تړاو د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بهرنۍ پالیسۍ په اړه پوښتنې لا پرځای پاتې دي او دا هېواد د طالبانو بریدونو له نوي لړۍ سره مخ دی.
د اسوشېټډ پرس د راپور له مخې؛ ښاغلی کارټر به ددې سفر په لړ کې افغانستان کې له مېشتو امریکايي ځواکونو او ولسمشر محمد اشرف غني سره وګوري.
ټرمپ په ټوله کې د خپلې بهرنۍ پالیسۍ په اړه کم جزییات ورکړي په تېره بیا د افغانستان په تړاو چې لا هم تر څه دپاسه ۱۵ کلونو راوروسته نژدې ۱۰ زره امریکايي سرتېري پکې پاتې دي.
د امریکا ټاکنیز کمپاین کې چې ترډېره پر کورنیو مسایلو ورټول و، د افغانستان نوم ډېر کم اخستل کېده.
ښاغلي ټرمپ همداراز ویلي؛ چې متحده ایالتونه باید د "ملت جوړونې" مساله پرېږدي.
اشرف غني او ډونلډ ټرمپ تېره اونۍ پر ټېلفون خبرې وکړې او د ټرمپ ډلې په یو ویناپاڼه کې وویل؛ دواړو واشنګټن او کابل ته د ترهګرۍ پر ګواښ خبرې وکړې.
یوه بنسټیزه پوښتنه چې ټرمپ ورسره مخ دی په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکایي سرتېرو شمېر دی.
د ولسمشر اوباما د اوسني پلان له مخې د افغان ځواکونو بهرني روزونکي بايد له ۲۰۱۶ کال وروسته په بشپړ ډول له افغانستان نه ووځي.
افغانستان کې د امریکا او نړیوالو ځواکونو قومندان جنرال جان نيکلسن تېره اونۍ ویلي و چې د اوسني شمېر امریکايي سرتېرو شتون کې د منځنۍ کچې خطر شته.
"زموږ له اوسنیو وړتیاوو زما ارزونه دا ده چې په منځنۍ کچه خطر کې د ماموریت ترسره کولو لپاره کافي امکانات لرو."








