د افغانستان سیاسي ډګر: لوبه د پاکستان په ګټه روانه ده
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
هندوستان ټايمز

د عکس سرچینه، Getty Images
هندوستان ټايمز "پاکستان ولې په افغان کړکېچن سياسي ډگر کې ستراتېژيکې برياوې ترلاسه کوي؟" تر سرليک لاندې يو مطلب کښلى او وايي:
افغانستان له خورا زيات تاوتريخوالي او پر ملکي وگړو کېدونکو ځانمرگو بريدونو سره مخامخ دى چې د افغان حکومت انځور ته يې سخت زيان اړولى. د ورځپاڼې په وينا دا حالت لامل شوى چې پاکستان د طالبانو اصلي مرکچي په توگه را دبره شي حال دا چې پاکستان په خپله دا نه مني.
ورځپاڼې افغانستان ته د ثبات راوستو په برخه کې د امريکا نه بري، د روسيې او چين د ملاتړ په جلبولو کې د پاکستان بريا او د ايران او طالبانو ترمنځ تکتيکي اېتلاف ته اشاره کړې او وايي له همدې امله طالبان چې پر ملکي وگړو بريدونه کوي د دغو هېوادونو له لوري منځلارى غورځنگ راپېژندل کېږي او وايي چې بايد د سولې په خبرو اترو کې مهم رول ولري.
ورځپاڼه وايي لوبه اوس د پاکستان په گټه روانه ده، سره له دې چې افغان ځواکونو د طالبانو پر وړاندې په زړورتيا جگړه کړې او نوښت يې له هغوى اخيستى. د ورځپاڼې په وينا که په افغان حکومت کې دننه او افغان امنيتي ځواکونو کې يووالى پياوړى نشي نو جگړه به لا زور واخلي او د افغانستان له پولو واوړي.
واشنگټن پوست

د عکس سرچینه، Getty Images
واشنگټن پوست وايي د ولسمشر ټرمپ دې پرېکړې چې د امريکا فاع وزارت دې افغانستان ته د لېږدېدونکو ځواکونو کچه وټاکي اندېښنې را پارولي.
ورځپاڼه وايي امريکايي چارواکي اندېښمن دي چې د سرتېرو لومړنۍ جوپې استول ښايي په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو شمېر ډېرېدا يوه پيلامه وي.
خو دفاع وزير جېمز متېس د کانگرس غړو ته په خپلو وروستيو څرگندونو کې ډاډ ورکړى چې امريکايي ځواکونه به په ډېر شمېر کې افغانستان ته و نه لېږل شي.
د ورځپاڼې په وينا سره له دې هم ځينو کارپوهانو سپينې ماڼۍ او کانگرس ته خبردارى ورکړى چې په دې برخه کې دې د جگړې ډگر قومندانانو ته سپين چک نه ورکوي.
ښاغلي متېس کانگرس ته د سرتېرو شمېر په تړاو څه نه دي ويلي خو وايي د جولاى تر نيمايي پورې به له نوې افغان تگلارې پلو پورته کړي.
اکسپرېس ټريبيون

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه پاکستانۍ ورځپاڼه وايي سعودي له پاکستان پوښتلي چې له قطر سره ولاړ دى او که له دوى سره.
ورځپاڼې د ديپلوماټيکو سرچينو په وينا ليکلي، د سعودي پاچا له لومړي وزير نواز شريف غوښتي چې د قطر په تړاو دې روڼ دريځ خپل کړي.
د ورځپاڼې په وينا نواز شريف او د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر زمان باجواه تېره دوشنبه رياض ته تللي و چې سعودي چارواکو ته په دغه ديپلوماټيک کړکېچ کې د پاکستان د ناپېيلتو ب ووايي، خو په دې برخه کې ترې د پرېکنده دريځ غوښتنه وشوه. ورځپاڼه وايي پاکستان اوس پتېيلې چې د سعودي په مشرۍ د اېتلاف او قطر ترمنځ د منځگړتوب په برخه کې د کويت مرسته وکړي.








