افغان حکومت: اورپکو پر وړاندې جگړې لپاره د ځواکونو ډېرېدا ته اساسي اړتيا وه

امریکايي سرتېري

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تېره ورځ پر ډاګه شوه، چې واشنګتن درې نیم زره سرتیري افغانستان ته رالیږي.
    • Author, عصمت بهیر
    • دنده, بي بي سي کابل

د افغانستان د دفاع وزارت دغه هیواد ته د ۳۵۰۰ نوو امریکایي سرتېرو راستول د حکومت د وسلوالو مخالفانو سره د جګړې لپاره یوه اساسي اړتیا بولي.

د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ تېره میاشت افغانستان لپاره په نوې ستراتیژۍ کې د سرتېرو لېږلو په تړاو کومه خبره ونه کړه، خو افغانستان ته د تازه دمو امريکايي سرتېرو د راتگ خبره ډېرو امريکايي چارواکو کوله.

کله چې ډونلډ ټرمپ ولسمشر شو، افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لوی قومندان ترې وغوښتل چې نږدې څلور زره سرتېري افغانستان ته واستوي.

تیره ورځ له کانګرسس سره د امریکا د دفاع د وزیر او لوی درستیز له پټې غونډې وروسته په ډاګه شوه چې واشنګتن درې نیم زره سرتیري افغانستان ته رالیږي.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له افغان پوځ سره د امریکا مرسته شوې الوتکې

د افغان دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش له بي بي سي په خبرو کې وویل د امریکا لخوا دغه را لیږدوونکي سرتېري به په جګړه کې ونډه نه اخلي خو افغان پوځیانو ته به روزنه او سلا مشوره ور کوي او دغه راز به د وسلوالو مخالفینو سره په جګړه کې د هوایي عملیاتو د همغږۍ چارې مخ ته وړي.

جګړه کومې خواته ځي؟

خو پوځي کارپوه امین الله حبیبي په دې باور دی چې د دغو سرتېرو رول ښايي یواځې د افغان ځواکونو روزنه نه وي، بلکې جبهو ته هم ور سره لاړ شي.

یو شمیر نور پوځي کارپوهان بیا د امریکا پر دې تګلارې چې خپل ځواکونه ډیروي نیوکه کوي.

جنرال عتیق الله امرخیل هم د همدې کارپوهانو له ډلې دی، نوموړی وایي چې د امریکایي ځواکونو د ډیریدو پر ځای باید د افغان ځواکونو پياوړتیا او سمبالښت ته کار شوی وی.

د ځواکونو ډېرېدل جګړه ډېروي، ځکه مخالفین تبلیغ کوي خلکو په ټېره ځوانانو کې جلب او جذب زیاتوي.

د امریکايي ځواکونو ډېره ښکېلتیا

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ځینې شنونکي وايي، د امریکايي ځواکونو په زیاتېدلو سره جګړه زیاته شي.

د امریکا د ترهګرۍ ضد ځواکونه همدا اوس افغانستان کې خپلواک او کله نا کله له افغان ځواکونو سره ګډ عملیات کوي او له هوایي ځواکه هم کار اخلي.

داسې ښکاري چې د ښاغلي ټرمپ له ستراتیژي وروسته د افغانستان جګړه کې د امریکایي ځواکونو ښکیلتیا ډیره شوې.

په تیره شااوخوا یوه میاشت کې څلور ځله د امریکایي ځواکونو په بمباري کې ملکیانو ته هم زیان واوښت.

د ملکیانو د وژنې دغه پیښې د ننګرهار په هسکه مینه، د هرات په شین ډنډ، د لوګر په بهاري دښته او د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې شوې دي.

د ناټو او امریکايي پوځ شمېر

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبانو هم ویلي، چې د امریکايي سرتېرو په ډېرېدلو سره به جګړه نوره هم زیاته شي.

اوس په افغانستان کې د امریکا څه باندې یوولس زره پوځیان فعالیت کوي او له نویو هغو سره به یې شمیر څوارلس نیم زرو ته ورسیږي.

څو ورځې مخکې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن له بي بي سي په مرکه کې ویلي وه، چې تازه دمه امریکايي پوځیان به له افغان سرتېرو سره مرسته وکړي چې په راتلوونکو دوو کالو کې له وسلوالو مخالفینو ټولې سیمې ونیسي.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډونلډ ټرمپ وايي، تر هغه به امریکايي ځواکونه افغانستان کې وي چې اړتیا یې وي.

همدارنګه امریکايي چارواکو ویلي وه د امریکا د نوې ستراتیژۍ پر بنسټ به د اړتیا پر مهال د افغان حکومت د وسلوالو مخالفینو د له منځه وړولو لپاره تر افغان پولې بهر هم عملیات تر سره کيږي، خپله ډونالډ ټرمپ ویلي، دا معلومات یوازې له امریکا سره دي چې څه وخت او د چا په وړاندې اقدام وکړي.