غني د حکومت مخالفې وسله والې ډلې د شیطان پلیوني وبلل

د عکس سرچینه، ARG
افغان ولسمشر غني د لوی اختر په تړاو ولس ته وینا کې، په دغه هېواد کې د حکومت مخالفې وسله والې ډلې د شیطان پلیوني او خوارج وبلل.
دا لومړی ځل دی، چې ښاغلي غني د دغو جنګیالیو پر وړاندې په دغسې لهجه سختې خبرې کړې دي.
هغه دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې، چې په دې وروستیو کې د کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو برخو کې خونړي وسله وال بریدونه شوي دي.
ولسمشر غني د دغو بریدونو له قربانیانو سره خواخوږي وکړه او په وینا یې هېڅ شیطاني ډله نه شي کولای، د افغانستان د خلکو هوډ او یووالی کمزوری کړي:
''د ترهګرو له ټولو جنایتونو سره سره چې نه د جومات او قرانکریم په سوځولو حیا ورځي او نه د پل، ښوونځي او سړک په ړنګولو شرمېږي، کامیابي ستاسې په برخه ده او ګران افغانستان هره ورځ مخ پر وړاندې ګامونه اخلي. ''
د ګران هېواد د اقتصادي بنسټونو د پیاوړتیا او له طبیعي سرچینو څخه د مناسبې ګټې اخیستنې لپاره مهم ګامونه اخیستل شوي دي. ''
په دغه ویډیويي پیغام کې چې لومړۍ مېرمن رولا غني یې هم تر څنګ ناسته وه، ولسمشر وویل، چې په هېواد کې د لوستو ځوانانو کچه ورځ تر بلې مخ پر ډېرېدو ده، چې په وینا یې دا کار د ښه راتلونکي پیلامه ده.
ده همداراز وویل، چې افغان امنیتي ځواکونه هم لا پسې پیاوړي کېږي، چې په وینا یې د ترهګرو ډلو ریښې به وباسي.
بل لور ته افغان امنیتي چارواکو ویلي، د لوی اختر په مناسبت امنیتي ځواکونه د خلکو امنیت خوندیتوب لپاره د تیارسئ حالت کې دي.

د عکس سرچینه، ARG
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له خلکو غواړي چې هوښیار او له پولیسو سره همکار اوسي.
کابل کې د بي بي سي خبریال خوشحال تایب وايي، ګهیځ وختي ډلې ډلې کابل ښاریان د جوماتونو پر لور د اختر لمانځه ادا کولو لپاره روان وو.
پلازمېنه او ولایتونو کې کلک امنیتي تدبیرونه نیول شوي دي او له خلکو غوښتل شوي چې د امنیت ټینګښت کې له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.
دغه راز کابل ښاروالۍ او کورنیو چارو وزارت د چاپیریال ساتنې ته د پام کولو غوښتنه کړې او له خلکو یې غوښتي، چې ماشومانو ته د پلاستیکي وسلو له پېرولو ډډه وکړي.
زموږ خبریال وايي، که څه هم تېرو درې، څلورو ورځو کې بازارونو کې ډېره ګڼه ګوڼه نه وه، خو د اختر پر شپه تر ناوخته پورې د کابل بازارونه د خلکو له ګڼې ګوڼې ډک وو او د قربانۍ لپاره د څارویو پېر او پلور هم روان و.
د افغانستان د کورنیو چارو وزرات وايي د امنیتي پلان له مخې به ثابتې او ګرځنده امنیتي پوستې ډېر شي. ټول جوماتونه، تفریحي ځایونه، لویې لارې او د خلکو د تګ راتګ سیمې به د دوی تر ټینګې څارنې لاندې وي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش وايي، د پولیسو ټولې څانګې د اختر په ورځو کې د تیارسۍ په حال کې دي:

د عکس سرچینه، Getty Images
"زموږ ټولو جزوتامونو او قطعو ته د تیارسۍ حالت ورکول شوی دی. ټول به د هېواد د امنیتي ارګانونو سره په ګډه د اخترو ورځو د امنیت ټینګولو لپاره هڅې وکړي. ددې تر څنګ له پېښو سره د مبارزې برخې، د پولیسو روغتیا ریاست، ټرافیک او د غبرګون او ریزف ټولې قطعې تیارې دې، چې خدای مه کړه که کومه ستونزه رامنځ ته کېږي نو دوی پر وخت چټک ګامونه اوچتوي."
د کورنیو چارو وزارت وايي که د اختر په شپو ورځو کې څوک د خوښۍ په نوم هوايي ډزې وکړي نو د پولیسو له خوا به ونیول شي او وسله یې هم ترې اخیستل کیږي.








