کابل کې مظاهره چیانو د حکومت د مشرانو د استعفا غوښتنه وکړه

د عکس سرچینه، ASAR HAKIMI
د هغې ډلې سلګونه غړي بیا په کابل کې مظاهرو ته راووتل چې د روژې میاشتې تر خونړۍ چاودنې وروسته یې د کابل د واټونو او څلور لارو په بندولو پر حکومت فشار راوستی و.
د بدلون پاڅون غړو حکومت هماغسې د امنیت په ټینګښت کې پاته باله او خپلې مخکینۍ غوښتنې یې چې د ولسمشر او اجراییه رییس استعفی وه، بیا غبرګولې.
دوی همداراز د افغانستان له ملي شورا وغوښتل چې ولسمشر او اجراییه رییس استیضاح کړي.
د افغانستان لویې څارنوالۍ په کابل کې د بدلون پاڅون تر لومړۍ مظاهرې وروسته د کابل د ګارنیزیون د مشر جنرال ګل نبي احمدزي او د کابل د امنیه قومندان جنرال حسن شاه فروغ دندې وځنډولې چې ولسمشرۍ ماڼې یې هرکلی وکړ.




