"د لاریون د تاوتریخوالي عاملان د قانون منګولو ته سپارل کېږي"

ر

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، ارګ وايي، د پېښې عاملان به د قانون منګولو ته سپاري.

ارګ وايي، د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ نن د لوړ پوړو امنیتي مسوولانو په ګډون د پرونۍ پېښې د څیړنې لپاره بېړنۍ امنیتي غونډه جوړه شوه.

له ارګ په خپره شوې بیانه کې راغلي، په دغه غونډه لومړی د کابل په پرونۍ پېښه ژوره خواشیني څرګنده شوه او وورسته د امنیتي بنسټونو لوړ پوړو مسوولانو د پېښې د څرنګوالي په اړه راپور وړاندې کړ.

"غونډې د امنیتي مسوولانو د راپور له اورېدو وروسته پرېکړه وکړه چې د کابل پرونۍ پېښه له هره اړخه په جدي توګه وارزوي او هغه کسان به چې په خپلو دندو کې یې د قانون خلاف عمل ترسره کړی دی وپيژندل شي او د هېواد د نافذه قوانینو سره سم به مجازات شي".

په دغه غونډه کې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ملي امنیت شورا سلاکار محمدحنیف اتمر، په سیاسي چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي ډاکټر محمداکرم خپلواک، په امنیتي سکتور کې د اصلاحاتو په چارو کې د دولت وزیر امرالله صالح او نورو چارواکو ګډون کړی و.

د ولسمشر ویاند دواخان مینه پال له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، د دې غونډې د پرېکړې له مخې، لویې څارنوالۍ او په ټول کې امنیتي او عدلي ارګانونو ته دنده وسپاره شوه چې دا پېښه وڅېړل شي.

د نوموړي په خبره، د پېښې په پایله کې چې څرګنده شي څوک د مرګ ژوبلې سبب شوي، هغه باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.

"دواړه اړخونه به څېړل کېږي، هم امنیتي ځواکونه او هم مظاهره چیانو کې کسان، هرڅوک چې د دې تاوتریخوالي لامل شوي هغه به د قانون منګولو ته سپارل کېږي".

ر

د عکس سرچینه، FB

د عکس تشریح، د ولسمشر ویاند دواخان مینه پال.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال مراد علي مراد هم خبري غونډې ته وویل، چې امنیتي ځواکونه به د تېرې ورځې د مظاهرې د تاوتریخوالي عاملان تعقیب کړي.

د نوموړي په خبره، دا عاملان که امنیتي ځواکونه وي یا هم مظاهره چیان د قاون منګولو ته سپارل کېږي.

د تېرې ورځې مظاهره چې په کابل کې د چهارشنبې ورځې موټر بم چاودنې د غندلو په اعتراض کې پیل شوی وه.

لاریونوالو د دې پېښې عاملانو ته د سزا و رکولو غوښتنه کوله او تر څنګ یې د ولسمشر اشرف غني، اجراییه ریس عبدالله عبدالله او امنیتي ادارو د مسوولانو استعفا غوښته.

لاریونوالو په زنبق څلور لارې کې د ولسمشرۍ ماڼۍ په لور د تګ هڅه کوله، چې د افغان امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شو.

ځینې مظاهره چیانو پر امنیتي ځواکونو د ډبرو ګوزارنه وکړل، په مقابل کې له اوښلن ګاز، اوبو شیندونکو موترو او هوايي ډزو سره مخ شول.

په دغه تاوتریخوالي کې تر پنځو پورې مظاهره چیان وژل شوي او تر شلو پورې ټپیان دي.

ر

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، د بېړنۍ امنیتي غونډې ځینې ګډونوال.