پخوانيو طالب مشرانو د نوي غورځنګ اعلان وکړ

د طالبانو د واکمنۍ مهال ځینو طالب مشرانو یو ځل بیا په افغانستان کې سیاسې بهير جوړ کړ.
'د افغانستان د خلاصون لار' په نوم غورځنګ چې د سید اکبر آغا او څو نورو پخواینو طالب مشرانو له خوا یې مشري کیږي نن یې په پلازمېنه کابل کې خپل موجودیت اعلان کړ.
سید اکبر آغا چې د طالبانو پر مهال یې د جيش المسلمین ډلې مشري پر غاړه لرله وایې په افغانستان کې د یوه داسې خپلواک اسلامي هېواد غوښتونکي دي، چې اوسنيو ناخوالو ته د پای ټکی کېږدي.
دغه نوی جوړ شوی سياسي بهير له طالبانو سره د جوړجاړي او سولې خبرې ناکامه بولې.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په خوا کې د طالبانو پخوانيو مشرانو او ملاتړو د ترانو او تکبیرونو په ويلو سره یو ځل بیا د خپل سیاسي ظهور په اړه خبر ورکړ.
هغوی د کابل په عیدګاه جومات کې د 'افغانستان د خلاصون لار' په نوم غورځنګ اعلان کړ.
دغه سياسي بهیر چې د طالبانو له سیاست سره اړخ لګوي د یوه ازاد اسلامي حکومت جوړول یې لويه غوښتنه ده.
سید اکبر آغا چې د طالبانو پخوانی مشر او د جیش المسلمین ډلې مشر و د نوي غورځنګ مشري هم پر غاړه لري.
اکبر اغا وايي د دوی په نوي سیاسې بهیر کې هغه مجاهدین ځای نه لري چې په کورنيو جګړو کې ښکېل وو.
سید اکبر آغا، د سید طیب آغا د تره زوی دی چې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر ډیر نږدې کس دی.
سيد طيب آغا اوس په قطر کې د طالبانو له لوري د مذاکراتو مرکچي دی.
اکبر آغا زیاته کړه چې په قطر کې د سولې خبرې اترې د امريکا له لوري یو تبليغاتي لوبه ده.
په دغه غونډه کې داسې خلکو ګډون درلود چې د طالبانو د وسلوالو بریدونو ننګه يې کوله.
په افغانستان کې د طالبانو پخواني مشران تر ډېره بريده يا د سولې له بهير سره يو ځای شوي او يا هم ازاد کاروبار کوي.
دا په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژيم له ړنګېدو راوروسته لومړی ځل دی چې د طالبانو غړي د يوه سياسي بهير په جوړولو لاس پورې کوي.








