تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د چین سفیر: افغان حکومت دې موږ ته ووايي چې د سولې بهیر کې څه ته اړتیا لري
په کابل کې د چين سفیر وايي پوځي حل لاره د افغانستان ستونزې د اوږدمهال لپاره نه شي هوارولای او دوی چمتو دي چې د افغانانو د خپل منځي سولې آسانچاري وکړي.
ښاغلی یاو جينګ دغه راز وايي، د مخامخ او سيمهييزې نښلېدنې په ګډو پروژو کې افغانستان د يوه نژدې او ملګري ګاونډي او شريک په توګه همکاري کوي.
زموږ همکار عبدالله الهام افغانستان ته د چين له سفیر ښاغلي یاو جينګ سره د دوه اړخيزو اړيکو او د افغانستان د سولې په بهير کې د چين د همکارۍ په تړاو ځانګړې مرکه کړې.
لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې افغانستان ولې او څرنګه چين ته مهم دی؟
ښاغلی یاو جينګ : لومړی اجازه راکړئ چې د روژې د مبارکې مياشت په رارسېدو سره خپل د مبارکۍ پيغام وړاندې کړم.
د افغانستان او چين ترمنځ اړيکه ډېره مهمه ده. دا اړيکې بېلابېلې کچې لري. لومړی، افغانستان د چين نژدې ګاونډی دی. افغانستان او چين په ۱۹۵۰مو او ۱۹۶۰مو کلونو کې ډېر سره نژدې وو. زما په ياد دي چې په ۱۹۷۰مو کلونو کې افغانستان یو له مخ پر ودې هېوادونو و او هغه مهال يې په ملګرو ملتونو کې د چين د قانوني عضويت پوره ملاتړ وکړ.
هغه مهال مو نژدې اقتصادي ، سياسي او ولسي اړيکې جوړې کړې. په نوي پړاو کې چې له ۲۰۰۱ او ۲۰۰۲ کال را پدېخوا کېږي، چين له افغانستان سره خپلې اړيکې عادي کړې او که اوس د افغانستان او چين ګاونډيتوب ته وګورو افغانستان د چين په بهرنۍ پاليسۍ کې ځانګړی ځای لري. د بېلګې په توګه، د سيمې لپاره دواړه هېوادونه کابو سل په سلو کې ګډ ليدلوري لري. لکه د سولې، پرمختګ او سيمهييزو همکاریو په اړه. دا هماغه څه دي چې د چين بهرنۍ پاليسي پرې تمرکز کوي او موږ ګورو چې د افغانستان حکومت، خلک او ملت هم د سولې، پرمختګ او سيمهييزې همکارۍ غوښتنه کوي.
دويم دا چې افغانستان ډېر مهم ستراتيژيک موقعیت لري. لکه څرنګه چې تاسې هم وویل چين د ګاونډيتوب پاليسي پرمخ وړي هغه څه چې موږ يې ګټه - ګټه يا win - win نتیجه او ګډ پرمختګ بولو او افغانستان دقیقاً په دغه موقف کې دی. موږ تل ويلي چې افغانستان د ختيځې او لوېديځې آسيا او د سوېلي او مرکزي آسيا ترمنځ پول دی نو که چين په دې سيمه کې له همکاريو ډک ګاونډيتوب او سيمه ييزې همکارۍ غواړي افغانستان بايد د يوه نښلوونکي په توګه په کې شامل او برجسته وي. په تېره بيا چې له ۲۰۱۴ کال راهيسې اوسنی د ملي وحدت حکومت او چين ته د ولسمشر اشرف غني د سفر پرمهال د دواړو هېوادونو مشرتابه په ډېرو بنسټیزو موضوعاتو هوکړه کړې لکه د سولې او ټیکاو، پرمختګ او غوړېدنې او دغه راز د سيمه ييزې همکارۍ لپاره.
دا د دوو هېوادونو ترمنځ د سياسي راکړې ورکړې تضمين دی. نو له ۲۰۱۴ کال راهيسې دا دوه اړخيزې اړيکې په هراړخيز ډول پرمخ تللې. موږ دوه اړخيز باور پياوړی کوو، دوه اړخيزې همکارۍ ډېروو او د دواړو هېوادونو تر منځ ولسي اړيکې پراخوو.
پوښتنه: کله چې د دوه اړخيزو اړيکو او همکاريو خبره کېږي هغه ښکېلتيا چې چين يې په افغانستان کې لري ذهن ته راځي، هغه ساحې او سترې پروژې چې چين په افغانستان کې په کې بوخت دی کومې دي؟
ښاغلی یاو جينګ: زه فکر کوم دا ډېره په زړه پورې ده که موږ په ۲۰۱۴ کال کې واک ته له رسېدو راهيسې د افغانستان د حکومت ليدلوری او تګلارې وګورو موندلای شو چې افغان حکومت زما په ټکو د خپلو تګلارو د سيمهييز کولو هڅه کوي. دوی د سيمهييز ادغام يا نښلېدنې لپاره کار کوي، د سيمې د نښلولو د يوه مرکز په توګه د افغانستان موقعيت برجسته کوي او دغه راز د نورو سياسي او امنيتي موضوعاتو د حل لپاره د سيمهييزې اجماع د رامنځته کولو هڅه کوي.
په دې ټولو سربېره افغانستان غواړي د سوېلي آسیا تاريخي همکارۍ را ژوندۍ کړي لکه هغه خبره چې ناشته په کابل کې، غرمه په لاهور کې او ماښامی په ډهلي کې. دغه راز افغانستان د سيمهييز ادغام د یو شمېر پروژو د پلي کېدو هڅه کوي لکه د ټاپي، کازا ۱۰۰۰، افغانستان د له پيز له سولي (Lapis Lazuli Corridor) اقتصادی دهليز د رغولو هڅه کوي، دغه راز له مرکزي آسيا سره د نښلېدنې هڅه کوي او د سوېلي آسيا له هېوادونو سره د سوداګريزې راکړې ورکړې هڅه کوي.
زه فکر کوم دا ټول څه چې موږ یې سيمهييزتوب بولو د افغانستان ارزښت پکې پروت دی. که موږ له ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ را وروسته د چين بهرني سياست ته وګورو چې دقیقاً دلته د نوي حکومت له واک ته رسېدو سره برابرېږي موږ هم یو سيمهييز نوښت پیل کړ د ورېښمو د اقتصادي همکاريو یو کمربند. دا کمربند یوازې جغرافيوي ډيزاین نه دی بلکه په سيمهييز پرمتخګ کې د چين د ګډون یو تصور دی. نو بنسټ دا دی چې موږ له یو بل سره سلامشورې کوو، په ګډه رغنيز کار کوو او ونډه اخلو. نو له دغه راز پاليسۍ سره په دغو پروژو کې د چين همکارۍ تر ډېره خوشبینانه دي.
د بېلګې په ډول، لږ تر لږه لس چينايي کمپنۍ دي چې د ټاپي، کازا ۱۰۰۰ او نورو پروژو او د لارې جوړونې په څېر کورنيو کارونو ته بېډېنګ ته راوړاندې کېږي. د بېلګې په توګه په دې وروستيو کې یوې کمپنۍ چې له باميانو سمنګان ته د لارې د پخولو تړون يې ګټلی و کار يې پیل کړ. دغو ته ورته ګڼې نورې کمپنۍ شته چې په ورته پروژو کې برخه اخلي.
دويم، موږ غواړو چې د افغانستان او چين ترمنځ د مخامخ نښلېدنې یو شمېر نوښتونه پلي کړو. د بېلګې په ډول له تېر کال راهیسې موږ تېر کال له ارومچي څخه کابل ته مخامخ الوتنې بيا پيل کړې، که څه هم د اوس لپاره په اونۍ کې یو ځل کېږي. دغه راز یو رېل ګاډی چې مخامخ له چين څخه بار راوړي مزارشریف ته پیل شو. دغه شان موږ تېره مياشت د بدخشان له لارې د افغانستان او چين د نښلېدنې لپاره د فایبر آپټيک تړون لاسليک کړ.
پوښتنه: په یو شمېر مواردو کې د يو شمېر پروژو کار ډېر پڅ روان دی، ښه بېلګه يې د مس عينک د استخراج دی. د دغه کار تر شا سترې ستونزې څه دي؟
هو، مس عينک یو له هغو پروژو ده چې کار يې ډېر پڅ روان دی چې دا چاره هم ستر لاملونه لري او هم کوچني. خو د دغو ستونزو له يادولو وړاندې غواړم ټینګار وکړم چې د چين حکومت او دغه چيني کمپنۍ پوره تعهد لري.
موږ باور لرو چې د دغه کان د کار پرمختګ به هم له ملي او هم له سيمهييز اقتصاد سره مرسته وکړي. خو یو شمېر ستونزې شته. که تاسې يې تاريخ وګورئ، تړون يې په ۲۰۰۸ کال کې لاسليک شو او هغه مهال دواړو لورو د کار د پیل لپاره چمتووالی پیل کړ خو له بده مرغه هغه چې په ۲۰۰۹ کال کې په نړيوال کچه مالي بحران بازارونه اغېزمن کړل، يو شمېر توکي لکه مس په نړيوال بازار کې راټيټ شول ځکه چې لګښت يې لږ شو. نو هغه اقتصادي شرط چې د تړون د لاسليک پرمهال د بېې لپاره اېښودل شوی و لکه د تېلو د بيې په څېر راټيټ شو او دوی بايد هغه بدل کړی وای. دا یو بکګرونډ لامل و او دوی اړ وو چې بيا بيا د تړون مادې نوې کړي.
دویم دا چې امنیت هم په تېره بيا له ۲۰۱۴ راهيسې خراب شو. ښايي کمپنۍ اړ وي چې د امنيت پر سر له سره خبرې وکړي. یو شمېر نور مشخص دلایل هم شته لکه له ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کال وروسته کله چې دوی کيندنې پیل کړې، هلته يې د بودايي تمدن ستره زېرمه وموندله او دا د نړۍ په کچه د يوه مهم تمدن پاتوړي دي او افغان حکومت د هغو ساتنې ته پوره اهميت ورکړ. خو له دې ټولو سره سره دا پروژه لا هم روانه ده او چينايي کمپنۍ ډېره لېوالتيا لري چې کار ته دوام ورکړي.
پوښتنه: له تخنيکي ستونزو پرته مهمه ستونزه تاسې امنيت یاده کړه. چين یو له هغو هېوادونو دی چې په افغانستان کې د سولې د پروسې ملاتړ کوي او د سولې لپاره د څلوراړخيزو خبرو اترو په څېر د مذاکراتو کوربه توب يې کړی. اوس په سوله کې د چين همکاري په کومه کچه کې ده؟
ښاغلی یاو جينګ: که شونې وي موږ به د افغانستان د سولې په بهیر کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړو. ځکه دا زموږ باور دی چې په افغانستان کې روانې ستونزې بايد د افغانانو خپل منځ کې د سولهييزو خبرو اترو له لارې حل شي. موږ باوري يو چې ځينې وخت پوځي عمليات نشي کولای چې دلته د شته ستونزو لپاره اوږدمهاله حل لاره شي. ځکه نو د چين حکومت د سولې د بهير د آسانچارۍ لپاره چمتو شو.
زموږ لپاره افغانستان یو خپلواک هېواد دی. افغانستان خپل حکومت لري، خپل اساسي قانون لري او د سولې لپاره خپله تګلاره لري. ځکه موږ تل ویلي چې دا پروسه بايد د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو لخوا وي.
موږ ګڼې هڅې د دغې موخې لپاره کړې دي. یوه بېلګه يې د څلور اړخيزو ناستو لړۍ ده. په دغه لړۍ کې سيمهييز او نړيوال لوري د افغانستان د سولې د بهير لپاره د اجماع هڅه کوي. موږ يو شمېر نورې هلې ځلې هم د افغانستان له ګاونډيانو سره کړې دي، د بېلګې په توګه د مسکو او اسلام آباد غونډو کې مو ګډون کړی. د چين دريځ دا دی چې موږ د افغانستان لپاره پرېکړه نشو کولای، خو هغه څه چې موږ يې د همکارۍ په توګه کولای شو. لومړی، چين د افغانستان د ګاونډي په توګه له نورو ګاونډيانو سره په ګډه په شوني کار فکر کولای شو.
موږ د افغانستان لپاره بنسټیزه ګټه دا غوره کړې چې هغه اوږدمهاله سوله ده او د خبرو اترو د دوام لپاره اجماع ده. بل دا چې موږ د افغانستان خپل منځي د سولې د خبرو لپاره آسانچاري کولای شو. که اړتيا وي موږ نېک نيت څرګندولای شو او که اړتيا وي چې آسانچاري وکړو چمتو یو. بې له شکه چې دې ته هم ډېره اړتیا ده چې له افغان حکومت څخه واورو چې دقیقا څه ته د دوی اړتيا ده؟
پوښتنه: ښاغلی سفیر، تاسې پوهېږئ چين هغه موقف ته په پام سره چې د افغانستان د نورو ګاونډيو ترمنځ يې لري ښايي اوسمهال د سولې د منځګړتوب لپاره یوازينی انتخاب وي په راتلونکي کې له چين څخه په دې برخه کې څه تمه کېدای شي؟
ښاغلی یاو جينګ: موږ له افغانستان سره د ملګریتوب دوديز ارزښت ته په کتو سره دغه ګاونډيتوب ته اهميت ورکوو. لومړی دا خپله د چين لپاره مهمه ده ځکه چې موږ یو ملګری افغانستان په خپل څنګ کې غواړو.
دویم موږ همېشه په دې باور يو چې د ګاونډي د غوره کولو فرصت هېڅوک نلري نو یوه بنسټیزه اجماع بايد وي لکه د یو بل په چارو کې نه لاسوهنه او د دوه اړخيز پرمختګ او د ژوند د ښه والي لپاره د لارې هوارول.
درېیم د ګډې سيمهييزې نښلېدنې لپاره هڅه ده چې د غوره ژوند لپاره ګډه هیله رامنځته کوي.
څلورم دا که له ننګونې سره مخامخ کېږو نو ښه دا ده چې یو د بل ترڅنګ وو. د دغه راز بنسټونو له مخې چين ته مهمه ده چې د افغانستان په ګډون د سيمې له هېوادونو سره کار وکړي چې د دغو بنسټونو او په پاليسيانو کې د همغږۍ له مخې په ګډه وکولای شو چين تر خپلې وسې د افغانستان د خپل منځني سولې ملاتړ وکړای شي.