تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"افغانستان کې د سولې هر بهیر په اړه باید کابل وپوښتل شي"
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
امریکا وايي، په افغانستان کې د سولې لپاره هر ګام ستايي، خو دا ګام باید د کابل په خوښه او له کابل سره په همږغۍ واخیستل شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جون کيربي د سې شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، امریکا د افغان دولت، ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايي رييس عبدالله عبدالله کلک ملاتړ کوي او باید د افغانستان د سولې بهیر لپاره په هره غونډه کې کابل وپوښتل شي.
تېره اونۍ په مسکو کې د روسيې، پاکستان او چین تر منځ په افغانستان کې د سولې لپاره یوه غونډه شوې وه، چې کابل يې غندنه کړې وه.
افغان چارواکي وايي، دوی يې نه هم دې غونډې ته بللي او نه هم ددوی د داسې کومې غونډې ملاتړ کولی شي، چې ددوی په نه شتون کې په افغانسان کې د سولې لپاره خبرې په کې کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو ویاند زیاتوي، افغان دولت او افغان ولس دا حق لري، چې هلته د سولې لپاره له هر ګام اخیستلو مخکې هغوی خبر کړل شي.
لیکوال احمد رشید له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، د مسکو غونډې په تړاو د کابل خواښيني پر ځای ده او دا ناشونې ده، چې له کابل پرته دي دوی کومې لاس ته راوړنې ولري.
د ښاغلي رشید په خبره د افغانستان ډېری څنګلوري غواړي، چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې لپاره کار وکړي، خو وايي، دا هرڅه باید له کابل سره په همږغۍ وشي.
بل لور ته په کابل کې د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مومند هم د کابل له شتون پرته داسې غونډې بې ځایه بولي.
دا چې ولې روسیه او چین په افغانستان کې د سولې لپاره لېوال دي؟
ددې په ځواب کې لیکوال احمد رشید وايي، دواړه هېوادونه په افغانستان کې له طالبانو نه، بلکې له نورو وسلوالو ډلو په وېره کې دي، چې د ده په خبره په هغوی کې داعش او د منځنۍ اسیا ځینو هېوادونو وسلوال یا وسلوالې ډلې دي.
په مسکو کې د تېرې اونۍ تر دغې غونډې وروسته درېواړه ګډونوالو هېوادونو په افغانستان کې پر ناامنۍ او هلته د اسلامي دولت ډلې پر فعالیت سخته اندېښنه ښودلې وه.