چین د افغانستان خاورې ته د خپلو ځواکونو ننوتل رد کړل

د چین دفاع وزارت د یوې هندۍ رسنۍ هغه رپوټ رد کړی چې ګواکې ځواکونه یې د افغانستان په خاوره کې ګزمې کوي.

د نیویارک ټایمز د رپوټ له مخې، د وین WION په نوم دغې خبري سرچیني په خپله ویبپاڼه کې انځورونه خپاره کړي او ویلي وو، ښايي په انځورونو کې پوځي موټر د چین د دولتي ځواکونو وي چې د افغانستان په شمال ختیځ د پامیر په غرنیو سیمو کې ګزمې کوي.

افغانستان او چین نږدي سل کیلومتره ګډه پوله لري.

نیوریاک ټایمز د چین د دفاع وزارت د ویاند په حواله ليکي، چې دغه خبرونه بې بنسټه دي: " په بهرنیو رسنیو کې دا خبرونه بې بنسټه دي چې ګواکې د چین پوځي موټر په افغانستان کې ګزمې کوي".

خو ویاند یانگ یوجن ویلي په وروستیو کلونو کې د افغانستان او چین ترمنځ د ګډې همکارۍ پر بنسټ دواړو هېوادونو په سرحدي سیمو کې د قانون پلي کولو او ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره ګډ عملیات کړي دي.

یوه افغان چارواکي هم له نوموښودنې پرته د هندي رسنۍ دا رپوټ رد کړی و، چې ګویا چینايي ځواکونه په افغانستان کې ګزمې کوي.

د نیویارک ټایمز د شننې له مخې، چین وېریږي چې په افغانستان کې بې ټیکاوي به د دغه هېواد سینکیانګ سیمې ته هم ورسېږي چې د اویغور مسلمانانو ټاټوبی دی.

په دغه سیمه کې په تېرو کلونو کې د تاوتریخوالي له امله په سلګونو کسان وژل شوي او بېجینګ یې مسوولیت پر اسلامي توندلارو اچولی دی.

چین په افغانستان کې د سولې لپاره له پاکستان او امریکا سره په دې کار کوي چې د سولې خبرې روانې وساتي او په افغانستان کې روان تاوتریخوالي ته پایټکی کېښودل شي.