سعودي عربستان افغان کارګرو ته د ویزې ور کولو ژمنه بیا وکړه

د عکس سرچینه، ARG
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز له افغان ولسمشر اشرف غني سره په لیدنه کې پر خپلمنځي اړیکو سربېره افغانانو ته د ویزې ور کولو پر ستونزه هم خبرې وکړې.
له ارګ خپره شوې بیانیه کې راغلي چې د دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان پاچا د دغه هېواد ولیعهد ته سپارښت وکړ چې څومره ژر کېږي افغانانو ته د کار ویزې بندیز لرې کړي.
د دې بیانیې له مخې، د ولسمشر غني او پاچا سلمان بن عبدالعزیز په دغه لیدنه کې د سعودي عربستان د کار، مالیې او بهرنیو چارو پر وزیرانو سربېره نور سعودي چارواکي هم وو او دواړو لورو په مختلفو برخو کې د خپلمنځي اړیکو پر پراخولو خبرې وکړې.
له دې مخکې هم د سعودي عربستان چارواکو له افغان ولسمشر او نورو افغان پلاوو سره په لیدنه کې ورته ژمنې کړې دي.
د شمېرو له مخې دا مهال په سعودي عربستان کې سلګونه زره افغانان کار کوي.
ناهیلي کارګر او هیلمن چارواکي

د عکس سرچینه، FB
که څه هم په تېرو څو کلونو کې په سعودي عربستان کې ګڼ شمېر افغان کارګرو ته د افغانستان پاسپورټونه ویشل شوي خو ویل کېږي چې لا هم سلګونه زره افغانان په دغه هېواد کې د نورو هیوادونو په تېره بیا د پاکستاني پاسپورټونو په لرلو سره په کار بوخت دي.
حاجي حفیظ الله میاخیل چې له څلورو کلونو راهیسې په سعودي عربستان کې کار او ژوند کوي افغانستان ته د سفر کولو له ستونزې سره مخ دی.
ښاغلی میاخیل بي بي سي ته وویل، په پاکستاني پاسپورت سعودي عربستان ته تللی وو، خو اوس په هغه پاسپورت افغانستان ته تللی نه شي.
"ځینې خلک افغانستان ته لاړ شي، بېرته راتللی نه شي، ځکه پاسپورټونه یې افغاني نه دي، ان داسې خلک شته چې پنځه یا څلور کلونه یې تېر کړي، خو کور ته د تګ لپاره زړه نه کوي".
نوموړي وايي، له دې مخکې هم له افغان ولسمشر، اجرایه ریس او نورو افغان چارواکو سره ریاضد افغان کارګرو د ستونزو اوارولو لپاره ورته ژمنې کړې، خو پر ځای کړې یې نه دي.
مګر د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال وايي، دا ځل به سعودي چارواکي په دې هکله جدي ګامونه پورته کوي.
نوموړي له بي بي سي سره په خبرو کې زیاته کړه، چې د سعودي پاچا اوس خپل ولیعهد د دې لپاره ګومارلی چې د افغانانو د ویزې ستونزه اوارې کړي.
د سعودي عربستان په ګډون نورو هېوادونو او په ځانګړي ډول خلیجي هېوادونو ته د افغان کارګرو د استولو خبره نوې نه ده، د افغانستان مخکني حکومت هم په دې برخه کې هڅې کړې، خو څرګنده پایله یې نه لرله.
د ولسمشر غني هیله

د عکس سرچینه، ARG
ولسمشر غني په ریاض کې د اسلامي- عربي او امریکا په سرمشریزه کې د ګډون لپاره د شنبې په ورځ ریاض ته تللی دی.
د نږدې پنځوسو هېوادونو دا سرمشریزه د یکشنبې په ورځ وه، چې د امریکا ولسمشر هم پکې ګډون درلود.
د ارګ د بیان له مخې، ولسمشر غني دغه سرمشریزه په سیمه او نړۍ کې د سولې او ټیکاو لپاره مهم ګام بللی دی.
د نوموړي په خبره، دا ناسته د "ترهګرۍ" د مالي ملاتړ د مخنیوي او د "ترهګرۍ پلوه " هېوادونو د ملاتړ د مخنیوي لپاره مهمه ده.
سعودي عربستان چې د اسلامي هېوادونو مرکز بلل کېږي افغان حکومت له کلونو ترې غواړي چې په افغان سوله کې خپل رول ولوبوي.
په دې ناسته کې هم ولسمشر غني هیله ښودلې چې ریاض د افغان حکومت او مخالفو وسلوالو ترمنځ د روغې جوړې لپاره اغېزناک رول ولوبوي.

د عکس سرچینه، ARG








