په دوبۍ کې د افغان کارګر تجربه

د بشري حقونو يو مخکښ سازمان له متحده عربي اماراتو غوښتي چې د کارگرانو د حقونو په اړه د خپل د نوي قانون مسوده په ډاگه کړي.

د بشري حقونو د څار اداره وايي داسې ښکاري چې دغه قانون به د کارگرو د حقونو په برخه کې یو لړ هغه ستونزې هوارې کړي چې دوی ثبت کړي دي.

د بي بي سي د عربي څانګې مدیر اشیر په دې هکله په خپل راپور کې وايي:

له بهرنیو کارګرو سره پر چال چلند یوازې په عربي اماراتو کې نه بلکې د خلیج په نورو هیوادونو کې هم د بشري حقونو د ډلو له خوا له ډیرې مودې راهیسې نیوکې کیږي.

ډیر ځله بهرني کارګر له هغو کسانو سره چې دوی ته یې د کار زمینه برابره کړې وي د بندیانو په شان ژوند او کار کوي.

که دغه کارګر شکایت کوي نو مزدوري نه ورکول کیږي او یا هم له نورو بدو پایلو سره مخامخ کیږي.

په دوبۍ کې میشت افغان کارګر بي بي سي ته خپله تجربه داسې بیان کړ.